د برتانیا د بهرنیو چار وزیر استعفا کړې ده

ویلیم هېګ د انځور حقوق AFP
Image caption ویلیم هېګ له ۲۰۱۰ راهیسې د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر و.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هېګ له خپلې دندې استعفا کړې ده، خو وايي چې په حکومتي تشکیل کې به پاتې شي.

د محافظه کار ګوند یو بل وزیر کین کلارک هم له کابینې وتلی دی.

لومړی وزیر ډیویډ کامیرون د وزیرانو د بدلون په تړاو سلا مشورې کوي.

هېګ به په پارلمان کې تر ۲۰۱۵ کلونو پورې پارلمان کې پاتې شي.

له څه مودې راهیسې ډیویډ کامیرون د وزیرانو د بدلون اعلان کړی و، خو ښکاري چې اوس یې عملي کوي.

کین کلارک په ۱۹۷۰ کال د پارلمان مرستیال مشر شو، خو په اوسني حکومت کې بیا وزیر وټاکل شو.

کلارک وړاندې د کورنیو چارو او مالیې وزیر هم پاتې شوی.

درې ځلې یې د محافظه کاره ګوند په مشرۍ د لومړي وزیر کېدو هڅې کړې، خو درې وارې ناکام شوی دی.

د انځور حقوق AP
Image caption کین کلارک په مشرانو جرګې کې ۴۴ کاله تېر کړي او ۲ کلونه وزیر پاتې شوی.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هېګ ویلي "خوښ یم چې په مشرانو جرګه کې مشر یم، او په ټوله برتانیا کې د محافظه کار ګوند د کاندید لپاره کمپاین وکړم. غواړم د سیاست په لومړي کتار کې خپل پاتې ژوند هم تېر کړم".

د وزیرانو د بدلون په دې لړۍ کې د وېلز چارو وزیر هم لیرې شوی، چې ایله دوه کاله پر دې څوکۍ پاتې شو.

د بي بي سي خبریال، د مشرانو جرګې اوسنی مشر نېک رابنسن له خولې وايي، د روغتیا مخکني وزیر اندرو لانسلي هم حکومت پرېښی دی.

رابنسن زیاتوي، اټکل دی چې ځینې نور وزیران هم په اوسني بدلون کې ځینې څوکۍ پرېږدي.