له بمباريو مخکې د غزې اوسېدونکو ته خبرداری

د انځور حقوق na
Image caption راپورونه د حماس په بريدونو کې د يوه اسراييلي د وژل کېدو خبر ورکړی دی

د اسراييلو پوځ ویلي د ختیځې او شمالي غزې اوسېدونکو ته یې خبرداری ورکړی، چې باید خپل کورونه پرېږدي.

دغه خبرداری وروسته له هغه ورکړای شوی چې په سیمه کې د یوه اوربند رامنځته کولو هڅې له ناکامۍ سره مخامخ شوې.

اسراییلي پوځي چارواکي وايي د حماس له لوري د پرله پسې راکټي بریدونو په ځواب کې یي داسې لسګونه مرکزونه په نښه کړي، چې فلسطیني وسلوالو ترې توغندي توغول.

د حماس د یوه مرستیال موسس محمود ظهار د کور په ګډون د حماس یو شمېر مشرانو کورونه هم په نښه شوي دي.

د فلسطین روغتیايي چارواکي وايي د اسراییلي بریدونو له پیله تر اوسه ۲۰۲ فلسطینیان وژل شوي دي.

راپورونه د حماس په بريدونو کې د يوه اسراييلي د وژل کېدو خبر هم ورکړای دی.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو وايي، دا چې حماس ديپلوماتیک حل نه مني نو اسراييلو ته بله لاره نه ده پاتې، پرته له دې چې خپلو بريدونو ته زور ورکړي.

د حماس یو ویاند اسامه حمدان بي بي سي ته وویل، دوی د اوربند لپاره د هغو طرحو پر سر خبرو ته چمتو دي، چې د سیاسي سرچینو له لوري وړاندې شي.   دی وايي دغه سياسي هڅې اوس پيل شوي، خو موږ غواړو داسې اوربند ته سره ورسېږو، چې د فلسطين ولس خوندي کړي:

ښاغلی حمدان وايي: ''موږ په څرګنده ویلي، حماس نه شي کولای د هغو طرحو په اړه خبرې وکړي، چې په رسنیو کې خپرېږي. د هغو طرحو په اړه چې باید پرې خبرې وشي، وړاندیزونه يې باید د سیاسي سرچینو له لارې وي، چې اوس کار کوي''.

ښاغلی حمدان زياته کړه زموږ دريځ دا دی چې موږ به د هرې هغې طرحې په اړه خبرې وکړو، چې د سیاسي سرچینو له لارې راتلای شي.

دی وايي موږ پر دغه اوربند مسوولانه خبرې وکړو، ځکه موږ لومړۍ ورځ ویلي، موږ به یوه اوربند ته ورسيږو.

اسامه حمدان وايي د داسې يوه شفاف شفاف اوربند په لټه کې دي چې چې له فلسطیني ولس سره مرسته وکړي او خوندي یې کړي.

ورته مطالب