"روسیې اوکراینۍ الوتکه ویشتلې ده"

د انځور حقوق MIL.GOV.UKR
Image caption ښاغلي لیسېنکو وویل، د الوتکې پیلوټ له الوتکې ټوپ اچولی او د اوکرایني ځوکونو له خوا ژغورل شوی دی.

د اوکرایین د امنیتي ځواکونو ویاند پر روسیې تور ولګاوه چې د دوی یوه جنګي جېټ الوتکه یې هغه مهال ویشتلې او راغورځولې چې د اوکرایین د خاورې پر سر یې الوتنه کوله.

د اوکرایین د ملي امنیت او دفاع د شورا ویاند اندرې لیسېنکو وویل، د سو ۲۵ جنګي برید کوونکې الوتکه د چارشنبې پر ماښام وویشتل شوه او را نسکوره شوه.

د روسیې له لوري لا څه نه دي ویل شوي خو د اوکرایین په ختیځ کې یاغیانو ویلي الوتکه دوی ویشتلې او راغورځولې ده.

د اوکرایین ولسمشر پیترو پاراشېنکو د بهرنیو چارو وزرات ته امر کړی چې د هغې پيښې په اړه رسمي غبرګون وښيي چې په لوهانسک کې د ګوکوا کلي ته نیږدې د دوی پر ځواکونو د اوراګان توغندیو ډزې وشوې.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا له لوري پر روسیې نوي لګېدلي بندیزونه وغندل او ویې ویل، دا به د واړو هېوادونو ترمنځ اړیکو او سوداګرۍ ته زیان ورسوي.

نوموړي وویل دا بندیزونه د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکي د مرګ لور ته بیایي.

د امریکا له لوري پر روسیې د نوو بندیزونو لګېدلو له امله په بازارونو کې ونډې ختلې دي او دا جګوالی په سلو کې ۲،۵ ته رسېدلی دی.

ښاغلي لیسېنکو وویل، د الوتکې پیلوټ له الوتکې ټوپ اچولی او د اوکرایني ځوکونو له خوا ژغورل شوی دی.

د اوکرایین د اوکراینسکایا پراودا ورځپاڼې لیکلي چې دا د روسیې له خوا یو بل لمسوونکی ګام دی.

د اوکرایین د ملي دفاع وزارت وایي،شونې ده چې الوتکه د روسي ځواکونو له خوا د هوانه نه هوا ته توغندیو ویشتلې چې پر پوله ګزمې کوي.

ورته مطالب