حکومتونه دې خپل وګړي نه څاري: ملګري ملتونه

د انځور حقوق Reuters
Image caption ملګري ملتونه وایي عام وګړي باید د څار په اړه قوانینو ته لاس رسی ولري.

ملګرو ملتونو اندېښنه څرګنده کړې چې د نړۍ ډېری هېوادونو اوس د امنیتي پلمو له مخې په پراخه کچه د خپلو او بهرنیو وګړو پټه څارنه کوي.

په خپل تازه رپوټ کې ملګرو ملتونو ویلي چې د امنیتي انېښنو تر څنګ دې ته هم باید پام وشي چې د وګړو بشري حقونه تر پښو لاندې نه شي او محرمیت ته یې درناوی وشي.

اداره وایي چې د څار د پروګرامونو تر نامه لاندې د عامو وګړو په اړه محرم مالومات راټولول او ساتل سم کار نه دی، او کومه جدي اړتیا هم ورته نشته.

دا رپوټ په داسې وخت کې خپور شوی چې برېتانیا په دې هېواد کې تیلیفوني او انټرنیټي شبکو ته امر کړی چې د خپلو کاروونکو په اړه دې مالومات له ځانه سره وساتي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې مشره ناوي پیلې وایي یو شمېر هېوادونه له کوم روڼوالي پرته د خپلو وګړو څارنه کوي.

نوموړې په دې برخه کې انټرنیټي څارنې ته په ځانګړې توګه اشاره وکړه.

مېرمن پېلې زیاته کړه چې دا ډول پراخه څارنه اوس د ځینو هېوادونو لپاره اړتیا نه، بلکې یو عادت ګرځېدلی.

په رپوټ کې ویل شوي چې عام وګړي باید د څارنې په اړه شته قوانینو ته لاس رسی ولري، او په دې پوه شي چې حکومتونه یې ولې، څه وخت او د کومو شرایطو له مخې کولای شي چې د دوی کړنې، تګ راتګ او تیلیفوني او انټرنیټي مکالمې وڅاري.

رپوټ وایي مخابراتي شرکتونه باید دې ته اړ نه ایستل شي چې د خپلو کاروونکو په اړه مالومات راټول کړي او بیا یې د نامالومې مودې لپاره وساتي.

ورته مطالب