وسله وال برید کې د مصر ۲۰ پوله ساتي وژل شوي

د انځور حقوق AP
Image caption د مصر پر امنیتي ځواکونو وروستی برید تر ټولو لوی برید ګڼل کېږي

مصري چارواکي وايي، له ليبيا سره پر پوله پر يوه پوسته د وسلوالو په بريد کې لږ تر لږه ۲۰ سرحدي سرتېري وژل شوي دي. امنيتي سرچينې وايي، د هېواد په لويديځ کې بريدګرو پر سرحدي ځواکونو لاسي بمونه غورځولي او د درنو او سپکو وسلو ډزې يې پرې کړي دي.

حکومتي خبري اژانس بريدګر قاچاقبران بللي، خو د پوځ يوه وياند دوی اسلامپالي جنګيالي معرفي کړي دي.

د مصر امنيتي چارواکي په دې باور دي چې په ليبيا کې ميشت اسلامپالي له هغو اسلامپالو سره تړاو لري چې د مصر په سينا ټاپو کې فعال دي.

داسې ویلی کېږي چې قاچاقبران له دې سیمې نه د خپلو فعالیتونو لپاره کار اخلي.

اسلام پالو ډلو په مصر کې په ځانګړي ډول د سینا په سیمه کې په دا ورستیو کلونو کې لاس په بریدونو پورې کړی او په لسګونه پولیس او دولتی چارواکي یې وژلي دي، دوی دا کوښښ هم کوي چې له پولې ساتونکو سره له نښته اسراییلو ته واوړي.

ویل کېږي چې د دغو وسلوالو بریدونو له هغه وروسته زور واخیست چې د مصري ځواکونو لخوا د مصر پخوانی ولسمشر محمد مرسي، چې د اخوان المسلمین اړوند و، ګوښه کړل شو. د مصر پر امنیتي ځواکونو وروستی برید تر ټولو لوی برید ګڼل کېږي.

ورته مطالب