'د مالیزیايي الوتکې اړوند شواهدو کې لاسوهنه کېږي'

د انځور حقوق AP
Image caption دا ډول کړنې هغوی ته سپکاوی دی، چې خپل خپلوان او د کورنۍ غړي يې له لاسه ورکړي دي. جین ساکي

متحد ايالاتو هغه څه غندلي چې دوی يې د اوکراين په ختيځ کې د ماليزيا د لوېدلې الوتکې ځای کې د امنيت نشتوالی په ګوته کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي داسې زيات راپورونه شته چې جسدونه او د الوتکې ټوټې له منځه وړل کېږي او په باالقوه شواهدو کې لاس وهل کېږي.

د بهرنيو چارو وزارت وياندې جن ساکي وايي دا ډول کړنې هغوی ته سپکاوی دی، چې خپل خپلوان او د کورنۍ غړي يې له لاسه ورکړي دي.

لويديځو هېوادونو پر روس پلوو ملېشو غږ کړی چې د پېښې ځای د ليدو لپاره نړیوالو څارونکو ته بشپړ لاسرسي زمينه برابره کړي.

د ماليزيایۍ الوتکې د لوېدو په دغه پېښه کې چې ويل کېږي په توغندي ويشتل شوې نژدې ۳۰۰ کسه سپاره وه، چې دوه پر درې برخې يې هالنډيان وو.

د هالنډ لومړي وزیر مارک روتا خبريالانو ته ويلي چې د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين ته ويلي چې د پېښې په پلټنه کې ريښتونې مرستې ښوولو لپاره وروستی فرصت لري:

' زه خبري کنفرانس ته ځکه لږ په ځنډ راغلم چې د روسيې له ولسمشر سره مې جدي تيليفوني خبرې درلودې. ما هغه ته وويل چې کم وخت لري تر څو نړۍ ته وښيي د دغې پېښې په پلټنه کې مرستې ته چمتو يې. دی اوس بايد د روس پلوو ياغيانو پر وړاندې مسووليت احساس کړي. پر هغوی خپل اغېز وکاروي او هالنډ او نړۍ ته وښيي د هر هغه څه کولو ته چمتو دی چې له ده يې تمه کېږي.'

بل لور ته د جمعې په ورځ مرستندویه کارکونکو څو کیلو متره ساحه کې د پاتې شونو لټون پر مهال د الوتکې تور باکس موندلی دی.

د مالیزیا دغه الوتکه په خیتځ اوکراین کې د روسي پلوه بیلتون پالو تر ولکې لاندې سیمې کې وغورځېده، چې پکې ۲۹۵ کسان ووژل شول.

داسې اندېښنې شته، چې ګواکې دغه الوتکه ویشتل شوې ده.

مالیزیا هوايي شرکت په یوه تازه بیان کې ویلي، دغه الوتکه کې ۱۹۲ هالندي، ۲۷ استرالیایان او ۱۰ برتانوي وګړي ناست وو. له دې پرته نورې سپرلۍ د جرمني، بلجیم، فلیپین او کاناډا هېوادونو اوسېدونکي وو. وژل شویو کسانو کې د هالند څېړونکی یویپ لانګ هم شامل دی، چې استرالیا کې د ایډز په اړه یوه کنفرانس کې د ګډون لپاره پر لاره و.