بنګلور کې پر ۶ کلنې ماشومې جنسي تېری شوی

د انځور حقوق AP
Image caption د جنسي تيري دا پېښه دوه اوونۍ وړاندې شوې وه، خو رسنۍ اوس پرې خبرې شوې

د هند په بنګلور ښار کې پر یوې شپږ کلنې ماشومې د جنسي تېري وروسته اوس پولیسو یو شکمن کس نیولی.

دا پېښه دوه اوونۍ وړاندې د ښار په یوه پېژندل شوي شخصي ښوونځي کې ترسره شوې ده.

پولیسو د ښوونځي یو ښوونکی په دې تور نیولی دی.

د پولیسو مشر ویلي د نیول شوي کس سره یو موبایل تيلیفون او یو لپټاپ کمپیوټر هم نیول شوي، چې د ماشومانو بربنډ عکسونه په کې موندل شوي.

له تېرو دوو ورځو راهیسې د ماشومانو میندو او پلرونو او د مدني ټولنو یو شمېر فعالانو لاریونونه کول، او له پولیسو یې غوښتنه کول چې په دې اړه دې جدي اقدام وکړي.

دا پېښه که څه هم دوه اوونۍ وړاندې رامنځته شوې وه، خو یوازې څلور ورځې وړاندې رسنۍ پرې خبرې شوې.

د ښوونځي د ماشومانو میندې او پلرونه وايي تر هغه يې چې ماشومانو ته خوندي چاپيريال نه وي برابر شوی خپل ماشومان ښوونځي ته نه لېږي.

د ښوونځي مدير رستم کيراوالا د بښنې غوښتلو سره سره له پوليسو سره د بشپړې همکارۍ ژمنه کړې ده.

په نوي ډيلي کې د بي بي سي خبريال وايي د جنسي تيري دا پېښه د مخکنيو پېښو يوه ده.

په ۲۰۱۲ کال کې د ډيلي په جنوب کې پر يوې ځوانې نجلۍ له جنسي تيري وروسته چې بيا مړه شوه په ټول هېواد کې مظاهرې وشوې.

دغه زده کوونکې نجلۍ او له خپل يوه ملګري سره په بس موټر کې تر سپرېدو وروسته په بس کې پرې بريد وشو.

د دې ملګری پنځو کسانو تر وهلو ډبولو وروسته تړلی و، او پر نجلۍ يې جنسي تېری کړی و، چې څو ورځې وروسته يې بيا په روغتون کې ساه ورکړه.

له دې وروسته په هېواد کې د ښځو د خونديتوب لپاره سخت قوانين جوړ شول، خو کتونکي وايي دا قوانين د دا ډول پېښو د مخنيوي لپاره بسنه نه کوي.

ورته مطالب