د يکشنبې په ورځ ۱۳ اسراييلي سرتېري وژل شوي

د انځور حقوق AFP
Image caption د دغو ۱۳ اسراييلي سرتېرو په وژل کېدو اوس د وژل شويو اسراييلي سرتېرو شمېر ۱۸ ته پورته شو

له هغه راهيسې چې د اسراييلو او غزې ترمنځ شخړه راپورته شوې تېره ورځ د دواړو خواوو لپاره تر ټولو خونړۍ ورځ وه.

اسراييل وايي د شنبې شپې راهيسې يې ۱۳ سرتېري وژل شوي چې دا په تېرو څو کلونو کې په يوه ورځ کې اسراييلي ځواکونو ته د سر تر ټولو لوی زيان بلل شوی دی.

د يکشنبې پر ورځ د اسراييلو په بريد کې ۸۷ فلسطينيان هم وژل شوي، چې ۶۰ يې يوازې د شجاعيه ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

اوس په غزه کې د وژل شويو ټولو فلسطينيانو شمېر له ۴۲۵ پورته شوی دی.

حماس وايي د يکشنبې په ماښام يې يو اسراييلی سرتېری ژوندی نيولی، خو اسراييلو د حماس دا ادعا رد کړې ده.

په ملګرو ملتو کې د اسراييلو سفير ران پروسور وويل: ''هېڅ اسراييلی سرتېری نه دی تښتول شوی او دا اوازې ناسمې دي''.

وروسته له هغه چې د يوه اسراييلي سرتېري د نيول کېدو خبر خپور شو په غزه کې د لمانځنۍ او خوښيو ډزو غږونه اورېدل شوي دي.

اسراييلي لوري ته اووښتې مرګ ژوبله له هغه زياته ده چې اسراييلو په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کلونو کې غزې ته ځمکني ځواکونه استولي و.

د دغو ۱۳ اسراييلي سرتېرو په وژل کېدو سره په روانه جګړه کې د وژل شويو اسراييلي سرتېرو شمېر ۱۸ ته ورسېد.

د اسراييلو له سويل نه د بي بي سي خبريال کرېس مورېس په خپل راپور کې وايي په يوه ورځ د دومره زياتو اسراييلو سرتېرو وژل کېدل به اسراييلي ټولنې ته ټکان ورکړي.

د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو ويلي له تلفاتو سره سره به تر هغه خپلو عملياتو ته ادامه ورکړي چې اړتيا يې وي.

هغه وويل حکومت د اسراييلي سرتېرو پر وژنه خورا دردمن دی، خو په غزه کې د تاوتريخوالي مسوول حماس دی، نه اسراييل.

ټاکل شوې نن دوشنبه د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري د مصر پلازمېنې قاهرې ته سفر وکړي او هڅه به وکړي چې د اوربند په برخه کې د سيمه ييزو هڅو ملاتړ وکړي.

ورته مطالب