غزه: پر روغتون د اسرائيل بمباري ۵ فلسطینیان ووژل

Image caption د غزې پر یو روغتون تازه بریدونو کې پنځه فلسطینیان وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان دي

د یکشنبې خونړۍ ورځ نه وروسته د دوشنبې په ورځ هم پر غزې د اسرائیلي ځواکونو هوايي بمبار دوام درلود.

د رپوټونو تر مخه اسرائيلي پوځیانو د غزې پر یوه روغتون بریدونه کړي چې په پایله کې یې پنځه فلسطیني وګړي وژل شوي او شاوخوا ۷۰ نور ټپیان دي.

د فلسطیني چارواکو او د روغتون ډاکټرانو په وینا په دغه بمبارۍ کې د روغتون ډیری برخې ویجاړې شوي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي وو پر غزې د اسرائیلي یرغل د پای ته رسولو لپاره هلې ځلې کوي.

فلسطیني چارواکو ویلي، د فلسطیني وژل شویو خلکو شمېر تر ۵۰۰ کسانو اوښتی دی.

په غزه کې د روغتیا وزیر ویلي، د اسرائیلو بریدونو تر ۳۱۰۰ ډېر نور کسان ټپیان کړي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون پر غزې د اسرائیلو بریدونه "یرغلیز عمل" بللی او د ولسي وګړو وژل کېدل یې په سختو ټکو غندلي دي.

نوموړي دا څرګندونې وروسته تر هغه کړې، چې د تېرې شنبې پر ورځ د اسرائیلو په بریدونو کې لسګونه فلسطیني ولسي وګړي ووژل شول.

په پام کې ده چې د دوشنبې پر ګهیځ وختي د اردن په غوښتنه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د غزې په اړه بېړنۍ غونډه وکړي.

بان کي مون دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري منځني ختيځ ته د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ د اوربند راتلو په تړاو سفر وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، کېري به د دوشنبې پر ورځ مصر ته ولاړ شي او هلته به د دیپلوماتیکو هڅو له لارې د اوربند په اړه خبرې وکړي.

پر غزې تړانګې د اسرائیلو نژدې دوو اونیو بریدونو کې تر ۴۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي.

کېري مصر ته تر خوځېدا مخکې، د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني، د فلسطین خپلواکې ادارې له مشر محمود عباس او د قطر د بهرنیو چارو له وزیر خالد العطیه سره وکتل.

د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي: "دوحې ته پر لار وم، چې د اسرائیلو په بریدونو کې مې د لسګونو فلسطیني ولسي وګړو د وژل کېدو خبر واورېد. زه دغه بریدونه غندم".

"اسرائیل باید له زغمه کار واخلي. یوځل بیا له ټولو ښکېلو غاړو هیله کوم چې د بشري حقونو نړیوال قانون ته درناوی وکړي. تاوتریخوالی او بریدونه باید همدا اوس ودرول شي".

د قطر د بهرنیو چارو وزیر د فلسطینیانو وژل کېدل ټول وژنه بللې او وايي چې اسرائیل باید دا حق ونه لري چې هر وخت یې زړه وشي جګړه پیل کړي.

عطیه خبریالانو ته وویل: "پر فلسطیني وګړو د اسرائیلو دا ټول وحشیانه بریدونه په سختو ټکو غندو. اسرائیلو په تازه برید کې الشجاعیه کې ټول وژنه کړې ده. زیاتره قربانیان ښځې او ماشومان دي ".

د اسرائیلي سرتېري 'نیول کېدل'

د حماس جنګیالي ډلې القسام یوه جګړن ویلي، د تېرې یکشنبې په وروستیو کې یې د شاول آرون په نامه د اسرائیلو یو سرتېری نیولی، خو اسرائیلو د حماس دغه ادعا رد کړې ده.

د حماس القسام جنګي ډلې یوه جګپوړي چارواکي او ویاند اسامه حمدان الجزیرې تلوېزیون ته ویلي: ''کله چې دوی [اسرائیل] د بریدونو تصمیم نیسي، باید دا هم ومني چې پوځيان به یې وژل کېږي، نیول کېږي او یا ټپیانېږي''.

د انځور حقوق Reuters
Image caption پر غزې تړانګې د اسرائیلو نژدې دوو اونیو بریدونو کې تر ۴۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي.
د انځور حقوق AP
Image caption د قطر د بهرنیو چارو وزیر د فلسطینیانو وژل کېدل ټول وژنه بللې
د انځور حقوق Reuters

په دوحه کې د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس له نړیوالې ټولنې د فلسطیني وګړو د ساتنې غوښتنه کړې ده، او په غزه کې یې روان وضعیت له 'زغمه وتلی' بللی دی.

نوموړي خبریالانو ته وویل: ''د ملګرو ملتونو امنیت شورا د فلسطینیانو په ساتنه کې پاتې راغله، پر دغې شورا غږ کوم چې نن د فلسطینیانو د ساتنې په اړه بېړنۍ غونډه وکړي. اسرائیلو نن لوی جنګي جرم وکړ''.

"ټول وژنه"

فلسطیني ولسمشر په الشجاعیه سیمه کې د اسرائیلو بریدونه "ټول وژنه" بللي.

په غزه کې د بي بي سي خبریاله یولاند نیل وايي، په الشجاعیه کې زیاتره قربانیان ښځې او ماشومان دي، او زرګونه وګړي له خپلو کورونو وتلي دي.

ملګري ملتونه وايي، په غزه کې د بې ځایه شویو وګړو شمېر ۸۳ زرو ته رسېدلی.

عیني شاهدانو ویلي، پر سړکونو یې پراته مړي ليدلي دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption مون: "دوحې ته پر لار وم، چې د اسرائیلو په بریدونو کې مې د لسګونو فلسطیني ولسي وګړو د وژل کېدو خبر واورېد. زه دغه بریدونه غندم".

که څه هم څو ورځې مخکې د پنځو ساعتونو لپاره اوربند اعلان شو، خو دواړو ښکېلو غاړو بله غاړه د اوربند په ماتولو تورنه کړه.

الشجاعیه ته طبي مرستندویان له دې کبله نه شي ورتلی، چې دغه سیمه له اسرائیلو سره ګډه پوله لري، او له غزې ښار نه ایله ۳ کیلومتره ليرې ده.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له بي بي سي عربي تلوېزیون سره په مرکه کې الشجاعیه د "ترهګرو ځای" بللی او ادعا کوي چې له همدې ځایه پر اسرائیلو توغندي ویشتل کېږي.

دی وايي، اسرائیلو ته له دې پرته چې د ګڼ مېشتو خلکو سیمو ته ننوځي، بل غوراوی نه دی پاتې، خو په وینا یې پوځ مخکې خلکو ته د وتلو امر کړی و.

د اسرائیلو په نژدې شل ورځنیو بریدونو کې تر اوسه ۴۴۷ فلسطینیان وژل شوي، خو د مقابل لوري په بریدونو کې ۲۰ اسرائیلیان وژل شوي، چې دوه پکې ولسي وګړي دي.

د انځور حقوق AFP GETTY
Image caption اسرائیل وايي، تر هغو به بریدونو ته دوام ورکړي، چې اړتیا یې وي
د انځور حقوق AFP GETTY
Image caption په تازه بریدونو کې د فلسطین الشجاعیه کې اسرائیلو لسګونه ولسي وګړي وژلي
د انځور حقوق AFP
Image caption حماس وايي، اسرائیل چې پر بل برید کوي، خپله مرګ ژوبله هم باید ومني

ورته مطالب