پر غزې برید کې ۲۷ اسرائیلي سرتېري وژل شوي

د انځور حقوق AP
Image caption د اسرائیلو د پوځ په یوه اعلامیه کې راغلي، چې "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په غزه کې د اسرائیلو ۷ افسران او پوځیان وژل شوي".

اسراییل وايي په غزې تړانګه کې د دوی دوه نور سرتیري هم وژل شوي چې له دې سره د جګړې له پیل راهیسې د اسراییلي وژل شویو سرتېرو شمېر اووه ویشتو ته لوړ شوی دی.

تر پنځه نیم سوه ډېر فلسطینیان وژل شوي دي چې زیاتره یې ملکي وګړي دي. اسراییل وايي دوی له غزې تړانګې د توغندیو د توغولو د درولو لپاره جګړه پیل کړې ده.

په داسې حال کې چې اسرائیلو د تېرې دوشنبې پر ورځ د خپلو اوو سرتېرو وژل کېدل تایید کړي، خو د اسرائیلو په تازه بریدونو کې لږترلږه ۲۳ فلسطینیان وژل شوي، چې ښځې او ماشومان هم پکې دي.

د اسرائیلو په بریدونو کې د ټول ټال وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۵۷۱ ته رسېدلی.

د تېرې دوشنبې پر شپه هم اسرائیلي الوتکو د غزې پر بېلابېلو سیمو بمبارۍ کولې، چې یوازې په یوه ورځ یې د ۱۰۳ فلسطینیانو ژوند واخیست.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون له دوحې نه قاهرې ته رسېدلی، چې په غزه کې د مصر په منځګړیتوب د اوربند لپاره لاره هواره کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري هم قاهرې ته په غزه کې د اوربند د هڅو ګړندي کولو لپاره رسېدلی.

اټکل دی، چې ښاغلی کېري به د ملګرو ملتونو له عمومي منشي او نورو مصري چارواکو سره خبرې ولري.

د اسرائیلو د پوځ په یوه اعلامیه کې راغلي، چې "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په غزه کې د اسرائیلو ۷ افسران او پوځیان وژل شوي".

پوځ زیاتوي، په همدې موده کې ۳۰ نور اسرائیلي پوځيان ټپیان شوي، چې د ۳ وضعیت یې نازک دی.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د اسرائیلو دفاعي ځواک ویلي، په تازه بریدونو کې یې دوه نور پوځيان وژل شوي

په دې سره پر غزې د اسرائیلي ځمکنیو بریدونو له پیلېدا راهیسې، چې څلور ورځې مخکې شروع شول، د وژل شویو اسرائیلي پوځيانو شمېر ۲۷ ته رسېدلی.

اسرائیلو یوه ورځ وروسته تر هغه د خپلو پوځیانو د وژل کېدو خبر تایید کړ، چې تېره ورځ په غزه کې د اسرائیلو د ۱۳ پوځیانو د وژل کېدو خبر خپور شو.

دا له ۲۰۰۶ کال راهیسې، په لبنان کې د اسرائیلي جګړې له مهاله د اسرائیلو پوځ ته لوی ګوزار دی.

د اقصی د شهدیانو روغتون

د سې شنبې پر ګهیځ وختي د اسرائیلو په برید کې د غزې مرکز کې یو روغتون په نښه شوی، چې د پنځو ماشومانو په ګډون یې ۱۱ کسان وژلي دي.

فلسطیني طبي سرچینو ویلي، درې وژل شوي فلسطینیان د یوې کورنۍ غړي دي.

وړاندې اسرائیلو د دیر البلح ښار د اقصی شهیدانو روغتون په نښه کړی و.

په غزه کې د بي بي سي خبریال وايي، اسرائیلو د روغتون د جراحۍ او ځینې نورې برخې په نښه کړې دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption اوس د اوربند لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي

رپوټونه وايي، په قربانیانو کې ډاکټران او نرسان هم دي.

ویر

بل خوا، ترکیې په ټول هېواد کې له فلسطینیانو سره د خواخوږۍ په نیت درې ورځې ویر اعلان کړی او د اسرائیلو دغه بریدونه یې "ټول وژنه" بللې ده.

د ترکي حکومت مرستیال مشر بولنت ارینتش په انقره کې خبریالانو ته وویل "د اسرائیلو هغه جرم غندو، چې په لړ کې یې د فلسطین ولس په ټول وژنه پسې راخیستې ده، موږ له فلسطیني ولس سره په غم کې ځانوه شریک ګڼو، او په دې اړه ترکیه درې ورځې ویر اعلانوي".

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دغه برید د "نسل وژنې" لپاره یو ناوړه دسیسه بللې ده.

کډوال

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption اسرائیل وايي، په دوشنبې له غزې پر اسرائیلو ۱۱۶ توغندي ویشتل شوي

په فلسطین کې د ملګرو ملتونو اړوندې د کډوالو ادارې (انروا) وايي، د تېرې دوشنبې په ورځ په غزه تړانګه کې د اسرائیلي بریدونو له وېرې د بې ځایه شویو خلکو شمېر تر ۱۰۰ زرو اوښتی دی.

ددغې ادارې ویاند کریسټوفر ګانیس وویل دا د انروا لپاره د اندېښنې خبره ده، ځکه چې د ۲۰۰۹ کال په پرتله اوس له موږ سره د پناه غوښتونکو کډوالو شمېر دوه برابره ډېر شوی دی".

انروا زیاتوي، په غزه کې یې د کډوالو لپاره ۶۹ سرپناوې جوړې کړې دي.

ورته مطالب