ترکیې ۵۰ لوړپوړي افسران نیولي

د انځور حقوق Reuters
Image caption ویل کیږي د ګولن پلویان په پولیسو او قضايي چارواکو ځای پر ځای شوي

د ترکیې په بېلابېلو سیمو کې د پولیسو شاوخوا ۵۰ لوړپوړي افسران د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ونیول شول.

پر دوی تور دی، چې ګني فساد، تیلیفوني اړیکو اورېدو او جاسوسۍ کې یې لاس درلود.

دغو پولیس چارواکو د ترکیې ولسمشررجب طیب اردوغان ته نژدې چارواکو او د کابینې وزیرانو د فساد په تور څیړلو برخه درلوده.

دا د اردوغان لومړني ګام ګڼل کېږي چې د خپل پخواني شریک فتح الله ګولن پر وړاندې اوچت کړی، چې د ترکیې د لومړي وزیر په وینا د دولت پر ضد ګامونه پورته کوي.

سلګونه کسان چې ویل کیږي د ګولن پلویان دي په پولیسو او قضايي چارواکو ځای پر ځای شوي.

ترکیې تلویزیون په خپل رپوټ کې ویلي، د تېرې سه شنبې د ورځې په عملیاتو کې څلویښت اوسني او پخواني سرتیري او د ترکیې د ترهګرۍ ضد ټولي مخکنی مشر د استانبول په ښار کې نیول شوی.

د ترکیې حریت ورپاڼې خپل رپوټ کې لیکلي، چې دغه عملیات په یوه وخت د ترکیې په ۲۲ ښارونو کې ترسره شول.

د تېر ۲۰۱۳ زیږدیزکال په وروستیو کې د ترکیې پولیسو څو تنه چې د کابینې د وزیرانو زامن اوهغه مخکښ کسان وو، چې د بانک او رغونې چارې پورې اړوند کسانو په کورنو ور دننه شول او ویې نیول.

بډې اخیستل، د دولتي قراردادونو او ایران ته د زرو د قاچاق له پورې شوو تورونو څخه وو.

د دغو بدلونونو اړوند د کابینې څلورو وزیرانو هم استعفا ورکړه.

له دغو نیول کېدو وروسته پنځه لوړپوړي پولیس چارواکي له خپلو چارو لاس په سر شول او همدارنګه د پولیسو په منځ کې او قضايي چارواکو له دندو ګوښه کېدل دوام لري.

ورته مطالب