د ماليزيايۍ الوتکې سپرليو مړي هالنډ ته ولېږدول شول

د انځور حقوق Reuters
Image caption هالنډ د ٢٩٨ سپرليو د مړينې له امله يو ورځنى ملي وير اعلان کړى

دوه الوتکې چې، په اوکرايين کې د نسکورې شوې ماليزيايۍ الوتکې (ام اېچ ١٧) د يوشمېر قربانيانو مړي يې لېږدول هالنډ ته ورسېدې.

دا په داسې حال کې ده چې هالنډ د ماليزيايۍ الوتکې د ٢٩٨ سپرليو د مړينې له امله يو ورځنى ملي وير اعلان کړى.

کارپوهان به اوس د مړو د پېژندگلوۍ چارې پيلوي چې ډېرى يې هالنډيان دي.

د برتانيا حکومتي سرچينې ووايي استخباراتي مالومات په ډاگه کوي چې د اوکرايين روس پلوي ياغيان په لوى لاس د پېښې په سيمه کې شته شواهد او ثبوتونه له منځه وړي. دوى وايي ياغيان مړي له سيمې لېږدوي او د نورو الوتکو برخې د الوتکې په پاتې شونو کې ورزياتوي. امريکايي استخباراتي چارواکو وړاندې رسنيو ته داسې شواهد په لاس ورکړي چې د دوى په وينا د ماليزيايۍ ام اېځ ١٧ الوتکې په نسکورولو کې د اوکراييني بېلتونپالو ښکېلتيا په ډاگه کوي.

پر يوۀ بل تور پورې کول

د اوکرایین حکومت او یاغیانو یو بل تورن کړي چې دغه مالیزیايۍ الوتکه یې نسکوره کړې.

د مالیزیا د هوايي شرکت دغه ۷۷۷ ډوله بوینګ الوتکه له امسترډام نه کولالمپور ته روانه وه.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ګڼ رپوټونه دي چې د الوتکې د غورځېدو له ځایه مړي او د الوتکې ټوټې لرې کړای شوي چې ورسره احتمالي شواهد هم له مینځه تللي دي.

د اوکرایین د امنیت شورا ویاند انډری لیشینکو ویلي روسي پلوو یاغیانو نه دي ویلي چې مړي او د الوتکې ټوټې يې چیرته وړي دي.

نوموړی وايي یاغیان خپل ټول وس کوي چې د الوتکې د نسکورولو لپاره د روسي توغندي د کاریدو په اړه شواهد له مینځه یوسي.

په نسکورې شوې الوتکې کې د هالنډ، مالیزیا، استرالیا، اندونیزیا، برتانیا، جرمني، بلجیم، فليپین، کاناډا او نیوزیلنډ اتباع وژل شوي دي.

ورته مطالب