ډاکټرانو د هندي زلمي له ژامې ۲۳۲ غاښونه وایستل

Image caption د دغه هلک د ژامې په عملیاتولو کې دوو ډاکټرانو او د هغوی مرستیالانو برخه لرله.

په هندوستان کې ډاکټرانو د ۷ ساعته جراحي عملیاتو په ترڅ کې د یوه ۱۷ کلن زلمي له یوې ژامې نه ۲۳۲ غاښونه ایستلي دي.

دغه هلک په ممبۍ کې یوه روغتون ته په دې خاطر راوستل شوی و چې یوه ژامه یې پړسېدلې وه.

په کلي کې ډاکټر پوه شوی نه و چې د ده په ژامه کې څه ستونزه ده ځکه یې دی پلار ممبۍ ته راوستی دی.

له اتلسو میاشتو راهیسې د ده ژامه پړسېدلې وه خو پلار یې وايي یوه میاشت کېده چې ده په خپلې ژامې کې له درد نه شکایت کاوه.

د اشویک ګوايي پلار سوریش ګوايي وايي له دې وېرې یې ممبۍ ته راوست چې هسې نه زوی یې په سرطان ناورغۍ اخته شوی وي.

Image caption ډاکټرانو د اشویک له ژامې ۲۳۲ غاښونه وایستل.

ډاکټران وايي چې دا کمسارې ده چې د یوه چا په ژامه کې دې دومره ډېر غاښونه وي او وايي چې دا د نړۍ په کچه یو ریکارډ دی.

هغه ډاکټران چې دغه جراحي عملیات یې کړي وايي تر دې وړاندې په یوه ژامه کې تر ۳۷ پورې غاښونه لیدل شوي، خو ۲۳۲ هېڅکله نه دي لیدل شوي.

"کوچنۍ ملغلرې"

Image caption دغه عملیات د دوو ډاکټرانو او نرسانو په مټ وشول.

ډاکټران وايي کله چې دوی د زلمي له ژامې نه یو غاښ ویسته ولیدل چې د دغه غاښ له لاندې نه نور غاښونه راوځي، د روغتون مسووله ډاکټره وايي دا نور غاښونه کوچني لکه مرغلرې داسې دي.

ډاکټره سننډا دیواري وايي نور نو دوی د غاښونو په ایستلو او ټولولو ستړي شول.

د دغه هلک د ژامې په عملیاتولو کې دوو ډاکټرانو او د هغوی مرستیالانو برخه لرله.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ددغه زلمي له ژامې د غاښونو ایستلو ټیک اوه ساعته وخت واخیست