'شاید د اوکراین یوې جیټ بلې ویشتلې وي'

د انځور حقوق AFP
Image caption دا الوتکې د اوکرایین په ختیځ کې له هغې سیمې سره نژدې نسکورې کړای شوې چې د تېرې پنجشنبې په ورځ په کې یوه مالیزیايي مساپر وړونکې الوتکه وویشتل شوه.

د اوکرایین صدراعظم ارسني یتڅونوک له بي بي سي سره په خبرو کې وویل چې یوه له هغو جیټ الوتکو چې پرون چهارشنبه نسکورې کړای شوې ښايي د یوه بل جیټ الوتکې له خوا ویشتل شوې وي.

که څه هم نوموړي نیغ په نیغه روسیه تورنه نه کړه خو دا یې وویل چې بې له شکه چې د بلې اوکرایینۍ الوتکې له خوا نه ده ویشتل شوې.

د اوکرایین صدراعظم وویل هرڅوک پوهېږي چې څوک د هغو یاغیانو ملاتړ کوي چې جنګي الوتکې نه لري:

''د ادعا له مخې دویمه جټ الوتکه له هوا نه هوا ته په توغندي ویشتل شوې په دې مانا چې دا الوتکه د بل جټ الوتکې له خوا چې اوکراینۍ نه وه ویشتل شوې ده''.

همدارنګه ښاغلي یتڅونوک د دویمې الوتکې په اړه چې پرون نسکوره کړای شوه وویل ښايي د اوږې د سر په توغندي ویشتل شوې وي.

دا په داسې حال کې ده چې له دغو دوو الوتکو څخه د یوه د نسکورولو مسوولیت روسي پلوو یاغیانو منلی دی.

دا الوتکې د اوکرایین په ختیځ کې له هغې سیمې سره نژدې نسکورې کړای شوې چې د تېرې پنجشنبې په ورځ په کې یوه مالیزیايي مساپر وړونکې الوتکه وویشتل شوه.

دغه راز ښاغلي یتڅونوک وویل چې هېواد به یې پر ټولو هغو روسي اتباعو او کمپنیو بندیزونه ولګوي چې په وینا یې د روسي پلوو یاغیانو ملاتړ کوي:

''اوکرایین به پر ټولو هغو کسانو چې روسي پاسپورټونه لري او په اوکرایین کې د ترهګرو او بیلتون غوښتوونکو ملاتړ کوي په مستقیم او غیر مستقیم ډول بندیزونه ولګوي''.

د اوکرایین صدراعظم زیاته کړه چې په راتلوونکو لسو ورځو کې به د هغو کسانو او کمپنیو د نومونو یو لست جوړ شي چې بندیزونه به پرې لګول کېږي.

ورته مطالب