''پر اوکراينۍ مورچو له روسيې ډزې کېږي''

د انځور حقوق AFP
Image caption روسيه پلان لري بيلتونپالو ته د توغنديو ويشتلو درنې دستگاوې ورکړي

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي داسې شواهد په لاس لري، چې روسيه له خپلې خاورې د اوکرايني پوځيانو پرمورچو د توپونو ډزې کوي.

د وزارت يوې وياندې ماري هارف وويل دوى دارنگه داسې شواهد هم لري، چې روسيه پلان لري بيلتونپالو ته د توغنديو ويشتلو درنې دستگاوې ورکړي.

دا وايي: "موږ داسې تازه شواهد لرو چې روسيه نيت لري اوکراين کې بيلتون پالو ته د توغنديو توغولو دستگاوې ورکړې او داسې شواهد هم شته چې روسيه له خپلې خاورې د اوکراين پر پوځي مورچو د توپونو ډزې کوي."

خو روسيې وړاندې بيلتون پالو ته د توغنديو د توغولو د د ستگاوو استولو ادعاوې رد کړي دي.

د اوکراين په ختيځ کې جگړو د غورځيدلې ماليزيايۍ الوتکې د لويدو سيمې ته د لاسرسي مخه نيولې ده.

د هالنډي پلټونکو ډله پلازمينه کيف کې ده، خو د اروپا د امنيت سازمان ځنيو څارونکو له سيمې کتنې ته دوام ورکړى دى.

دوو هالنډي الوتکو له اوکراين نه هالنډ ته د مړو نور پاتې شونې لېږدولې دي.

د ماليزيا دغه مسافروړونکې الوتکه يوه اوونۍ مخکې ختيځ اوکراين کې غورځيدلې، چې ادعا کېږي روسي بيلتون پالو له ځمکې څخه هوا پر توغندي ويشتلې ده، خو بيلتون پالو دا ادعا رد کړې ده.

الوتکه کې سپاره ټول ٢٩٨ کسان مړه شوي، چې ډېرى يې هالندي وگړي وو.

ورته مطالب