غزه کې د وژل شوو شمېر تر ۹۰۰ اوښتی

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ِغزې ته څېرمه الشجاعیه ته د بي بي سي خبریالان ورغلي او ویجاړۍ یې پخپلو سترګو لیدلې دي.

د حماس او اسرائیلو تر منځ پر ځايي وخت سهار اته بجې ۱۲ ساعته اوربند پیل شو، چې د شپې تر اتو بجو به دوام وکړي.

اسرائیلو ویلي، په دې موده کې به د حماس د تونلونو له منځه وړل دوام ولري.

خو د ښکېلو غاړو ترمنځ د اوه ورځني اوربند لپاره هڅې روانې دي.

د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي، له کنډوالو یې ۶۰ کسان رایستلي، چې ۳۵ پکې مړه شوي دي.

په دې سره د جولای له ۸ راهیسې پر غزې د اسرائیلي بریدونو د قربانیانو شمېر شاوخوا ۹۴۰ کسانو ته رسېدلی، ۵۸۷۰ ټپیان شوي دي.

په جګړه کې ۳۸ اسرائیلیان هم وژل شوي.

وړاندې، د حماس ویاند سامي ابو زهري بي بي سي ته ویلي وو، دغه اوربند د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب شوی، چې د شنبې ورځې له اتو بجو به پیلېږي.

د اسرائیلو د پوځ ویاندې هم پر خپل ټویټر پاڼه ددغه اوربند د منلو خبره منلې ده.

اسراییلي چارواکي وایي، د هېواد د وزیرانو شورا یې د اوربند هغه وړاندیز نه دی منلی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري له خوا مخې ته شوی و.

د انځور حقوق AP
Image caption پر غزې د اسرائیلو بریدونو کې زیاتره وژل شوي ولسي وګړي دي

ښاغلي کېري وړاندیز کړی چې د اسراییلو او فلسطیني ډلې حماس تر منځ د ۷ ورځو لپاره اوربند وشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په قاهره کې خبریالانو ته وویل د بشري مرستو د رسولو لپاره او د ټپيانو د لېږد لپاره یې د ۷ ورځني اوربند وړاندیز کړی دی.

د ده په وینا دا اوربند د باور جوړولو لپاره اړین دی. ښاغلي کېري وویل، اسراییلو د ۱۲ ساعته اوربند هوکړه کړې ده.

نوموړي د ملګرو ملتونو له سرمنشي بان کیمونه مننه وکړه چې د اوربند ټينګولو لپاره هلې ځلې کوي.

هغه زیاته کړه هرڅه یې چې په وس کې وي کوي چې اوربند وشي او مرګ ژوبله پای ته ورسېږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کیمون په پلازمېنه قاهره کې وویل، باید جګړه پای ته ورسېږي.

د ده په وینا باید خبرې اترې پیل شي ځکه د نوموړي په ګومان له شخړې د وتلو لاره یوازې په خبرو اترو کې ده او د زور له لارې دا لانجه نشي حل کېدلی.

د انځور حقوق AFP
Image caption ژغورندویان د النجار کورنۍ اتلس وژل شوي غړي له کنډوالو راوباسي

ښاغلي بان زیاته کړه له سیمه ییزو مشرانو سره د اوربند په اړه خبرې اترې کوي او هلې ځلې روانې دي چې اوربند وشي.

هغه وویل د اختر په درشل کې ملګري ملتونه له ټولو خواوو غوښتنه کوي چې اوربند را منځ ته کړي او وینه توییدنه پای ته ورسېږي.

د نوموړي په وینا تر هغه وروسته باید د لانجې په رېښو خبرې وشي.

د اسراییلو یوه چارواکي د رویتر خبري اژانس ته ویلي تر اوربند وړاندې دوی غواړي تړون کې بدلون راولي.

د شخړې له پیله راهیسې ۸۰۰ فلسطینیان چې ډېری یې ماشومان دي وژل شوي او په نښته کې ۱۴ اسراییلي سرتېري هم وژل شوي دي.

لا تر اوسه حماس په دې اړه غبرګون نه دی ښوولی خو مشر یې لا له وړاندې ویلي چې دا ډله به د اسراییلو له خوا د غزې تړانګې تر کلابندۍ پرته هېڅ ډول تړون ونه مني.

د انځور حقوق AP
Image caption د اسرائیلو په بریدونو کې تر ۸۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي، چې ډېری یې ولسي وګړي دي

پر غزه د جمعې په ورځ هم بمباري روانه وه.

د اسراییلو د دفاع وزارت وایي د اسلامي جهاد د ډلې یو لوړپوړی غړی یې وژلی دی.

د وزارت په وینا د حماس له خوا یې د څو توغندیو مخه نیولې چې له پولې ور توغول شوي وو.

د وروستیو رپوټونو له مخې د اسراییلو د وزیرانو کابینه د جان کېري او بان کيمون په وړانديزونو بحث کوي.

ورته مطالب