هند کې د مسلمانانو او سکانو ترمنځ شخړه

Image caption شخړه هغه مهال پيل شوه چې د دوو مذهبي ځايونو په منځ کې په پاتې ځای کې يوې خوا د بيارغونې کار پيل کړ

د هند د اترپردېش ايالت په سهارنپور کې د مسلمانانو او سکانو ترمنځ د ځمکې پر سر راپورته شوې لانجه په تاوتريخوالي اووښتې او فرقه يي بڼه يې خپله کړې ده.

د دواړو مذهبونو د پيروانو ترمنځ نښتو کې د پوليسو په ګډون لږترلږه ۲۰ کسان ټپيان شوي دي.

د هند ځينو تلويزيوني چينلونو راپور ورکړی، چې په دغو نښتو کې دوه کسه وژل شوي هم دي، خو امنيتي چارواکي د وژنو خبر ردوي.

ټپيان د درملنې لپاره د سهارنپور ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي دي. دغه پېښه د سهارنپور په قطب شيخ سيمه کې شوې ده.

د اترپرديش يوه امنيتي چارواکي ويلي وضعيت کړکېچن کېدو ته په کتو يې د قطب شيخ په ګډون د کوتوالي او منډي تهاڼې سيمو کې هم ګرځبنديز لګولی دی.

راپورونه وايي دواړو لوريو په تاوتريخوالي کې لاس درلود او په لوړه کچه د اور لګېدنې پېښې هم ليدل شوې دي.

د مسلمانانو او سکانو ترمنځ د دغې بلوا د کابو کولو لپاره ځايي پوليسو د ربړي ګوليو ډزې کړې دي.

شخړه هغه مهال پيل شوه چې د دوو مذهبي ځايونو په منځ کې په پاتې ځای کې يوې خوا د بيارغونې کار پيل کړ.

د اترپردېش يوه لوړ رتبه چارواکي آلوګ رنجن وويل: ''هلته اضافي سرتېري استول شوي دي. د امنيت د ټينګښت په موخه ګرځبنديز لګېدلی. موږ چا ته اجازه نه ورکوو، چې امنيت ګډوډ کړي''.

تر دې وړاندې سهارنپور سره خوا کې په يوه بله ولسوالۍ مراد اباد کې هم حالات کړکېچن شوي و، دغلته له يوه عبادت ځای نه د لاوډ سپيکر لرې کېدو ستونزه پيدا کړې وه.

موده وړاندې په مظفر نګر سيمه کې د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ د فرقه يي تاوتريخوالي په پايله کې له ۵۰ زيات کسان ووژل شول.

دغلته مېشتو ډيری مسلمانانو خپل کور کلی پرېښود او په کمپونو کې يې پناه واخيسته.

ورته مطالب