پاکستاني غره ختونکي د "کی ټو" لوړې څوکې ته ختلي

Image caption د کی ټو لوړې څوکې ته په لومړي ځل ۱۹۵۴ کال کې د ایټالیا غره ختونکي رسېدلي وو

د پاکستان د غره ختونکو یوه ډله توانېدلې چې د هېواد تر ټولو لوړې څوکې "کی ټو" سر ته وخېژي.

"کی ټو" د نړۍ دویمه لوړه څوکه ګڼل کېږي.

دا لومړی ځل وو چې پاکستان د "کی ټو"لوړې څوکې ته د ختو لپاره داسې یوه ډله استولې وه چې ټول غړي یې پاکستانیان وو.

د پاکستان غره ختونکو په دغه ډله کې حسن جان، علي دراني، رحمت الله بېګ، غلام مهدي، علي او محمد صادق شامل وو.

د "کی ټو" لوړې څوکې ته په لومړي ځل د اېټالیا د غره ختونکو یوه ډله په ۱۹۵۴ کال کې ختلې وه.

تر هغې وروسته د پاکستان غره ختونکو په وار وار هڅه کړې وه چې دا اعزاز وګټي خو بریالي نه شول.

پاکستاني غره ختونکي د سیمه ییز وخت غرمې دوه نیمې بجې د "کی ټو" لوړې څوکې ته ورسېدل.

Image caption دغې لوړې څوکې ته د رسېدو په هڅه کې لسګونه خلکو ژوند له لاسه ورکړی

د نړۍ تر ټولو لوړه څوکه د "ایورېسټ غر" دی خو د غره ختونکو په آند له ایورېسټ هم د "کی ټو" لوړې څوکې ته ختل ګران کار دی.

دغې لوړې څوکې ته د رسېدو په هڅه کې لسګونو غره ختونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د "کی ټو" لوړې څوکې ته رسېدل که څه هم یوه لویه لاسته راوړنه ده خو دا هم نیمه بریا ګڼل کېږي ځکه چې له غره بېرته راکوزېدل هم یو کار دی او ډیر کله غره ختونکي له غر نه د راکوزېدو پر وخت ژوند له لاسه ورکوي.

د "کی ټو" لوړه څوکه نژدې ۸۶۱۱ مېتره لوړوالی لري او د پاکستان تر ټولو لوړه او د نړۍ دویمه لوړه څوکه ده چې چین سره د پاکستان پر پوله د قراقورم په غرونو کې پرته ده.