حماس له اسرائيلو سره د غزې نوي ۲۴ ساعته اوربند اعلان کړی

د انځور حقوق AFP
Image caption له هغه راهيسې چې پر غزې بريدونه پيل شوي ۴۳ اسراييلي سرتېري وژل شوي

د فلسطينيانو حماس ډلې وروسته له هغه ۲۴ ساعته اوبند منلی، چې اسرائيلو له غزې د پرله پسې توغنديزو بریدونو ترڅ کې مخکينۍ ارامي پای ته رسولې وه.

حماس چې پر غزه واکمنه ده، يوه وياند يې ويلي اوربند پر ځايي وخت دوو بجو پيلېږي.

له دې وړاندې اسراييلو له لنډې درېدا وروسته پر غزې پوځي يرغل بيا پيل کړ، وروسته له هغه چې حماس پر اسراييلو د توغنديو بريدونو ته دوام ورکړ او محدود اوربند يې رد کړ.

له هغه راهيسې چې د غزې جګړه پيل شوې، شاوخوا ۱۰۶۰ فلسطينيان وژل شوي چې ډېری يې ملکيان وو، او هم د ۴۶ اسرائيليانو مرګ په کې شوی چې ډېری پوځيان وو.

"پرله پسې توغنديز بريدونه"

د شنبې پر ورځ اسرائيلو د يکشنبې تر پايه د ملګريو ملتونو يو ۲۴ ساعته اوربند ومانه، خو ويلي يې وو مځکني ځواکونه به يې د هغو تونلو ويجاړول روان ساتي چې حماس يې د اوربند پر مهال کاروي.

د اسرائيلو له اوربند وروسته ۱۲ ساعته ارامي راغله، چې د شنبې پر ورځ دواړه خواوې پرې درېدلې وې، او په ترڅ کې يې د غزې استوګن وتوانېدل چې د خوراک او څښاک توکي غونډ کړي او له کنډوالو مړي راوباسي.

د اسراييلو پوځ ويلي وو وروسته له هغې پر غزې خپل هوايي، ځکمنی او سمندري يرغل پيلوي، چې د حماس جنګياليو د بشري مرستو رسولو لپاره ۲۴ ساعته اوربند و نه مانه.

حماس وايي تر هغه چې اسراييلي ځواکونه له غزې و نه وځي او بېځايه شوي فلسطينيان خپلو کورونو ته ستانه نه شي دوی اوربند نه مني.

د فلسطين د روغتيا د برخې چارواکي وايي د وژل شوي فلسطينيانو ډېری يې ملکيان دي.

د اسراييلو په خوا کې د وژل شويو ۶۴ اسراييليانو له ډلې ۴۳ يې سرتېري او درې يې ملکيان دي.

د شنبې پر ورځ د ۱۲ ساعته اوربند پر مهال د غزې خلکو د اسراييلو د بمبارۍ له امله تر کنډو کپرو لاندې شوي جسدونه راووېستل او خواړه او اوبه يې برابرې کړې.

حماس اسراييل تورنوي چې ګواکې غواړي د اوربند پر مهال ځان نورو بريدونو ته چمتو کړي او ادعا يې کړې ده چې د شنبې ورځې له اوربند نه هم سرغړونه شوې ده.

راپورونه وايي د شنبې پر ورځ هم حماس جنګياليو پر اسراييلو درې توغندي توغولي او په اسراييلو کې د خطر زنګ کړنګول شوی دی.

د حماس پوځي څانګه قسام لېوا وايي دوی پر اسراييلو د لنډ واټن درې او د نسبتآ اوږد واټن دوه توغندي توغولي دي.

ورته مطالب