پرسټامول د ملا سخت درد لپاره مناسب درمل نه دي

د انځور حقوق SPL
Image caption پیراسټامول نه د ملا سخت درد ښه کوي او نه څوک ارامه کوي

په یوې طبي مجله کې خپور شوی نوی څیړنیز رپوټ وايي، د ملا درد لپاره د پراسټامول کارول هغومره ګټور دي څومره چې فرضي درمل ګټور دي.

د څیړنې له مخې پیراسټامول نه د ملا سخت درد ښه کوي او نه څوک ارامه کوي.

په بریتانیا کې هر کال دوه نیم میلیونه کسان د ملا له درد نه کړیږي او د فلج کیدو یو لوی لامل دی.

څیړونکو په اسټرالیا کې په ۱۶۵۰ مرکزو کې پر هغو کسانو دا څیړنه تر سره کړې چې شپږ اوونۍ یا له هغه نه هم کم وخت د ملا په درد اخته وو.

د دغو کسانو یو پر دریو ته تر یوې میاشتې پورې پراسټامول ور کړای شول، یو پر درې نورو کسانو ته د درد ضد یو ډول نور درمل ورکړای شول، پاتې یوې برخې ته پلیسیبو یعنی فرضي دوا ورکړلی شوه.

له یوې میاشتې کارولو وروسته څیړونکو دا وپتیله چې د پراسټامول په کارولو سره نه درد کمیږي او نه هم خوب ته ګټه رسوي.

ساینس پوهانو ته دا څرګنده شوه چې د درې واړو ډلو د درد ۱۷د لرې کیدو موده ۱۷ ورځې وه.

د سډني پوهنتون ډاکټر او د دې څېړنې مشر کرسټوفر ولیمزوايي، له دې پایلو نه دا جوتیږي چې موږ باید خپل دا سوچ بدل کړو چې د درد په وخت کې له هر څه نه اول پراسټامول وکارو.

څیړونکي وايي، د ملا درد او نور دردونو ترمنځ توپیر وي لکه څنګه چې د سر او غاښ درد لپاره پراسټامول ښه اغیز لري.

د اکسفرډ چرچل روغتون ډاکټر اینډریو مور جو چې په دې څیړنه کې یې برخه نه درلوده.

بي بي سي ته وویل:"پراسټامول د هر درد او هر چا لپاره نه دی".

ورته مطالب