ملګرو ملتو امنیت شوار غزه کې د اوربند غوښتنه کړې

د انځور حقوق EPA
Image caption پر ولسي سېمو باندې بې له قید او شرط نه د اور بند غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې ( ۲۸ جولای )ورځې په بیړنۍ غونډه کې په غزه کې د اوربند غوښتنه کړې. امنیت شورا په یوه خوله یو بیان ومانه، چې پکې له اسراییلو او حماس نه غوښتنه شوې، چې پرلپسې توګه او په ژمنتیا سره دې د تاو تریخوالي درولو هڅه وکړي، چې وايي دې سره به اړو کسانو ته د مرستو رسولو لپاره اجازه ورکړلی شي.

فلسطینیانو او اسراییلو دواړو لوریو په دغه بیان نیوکې کړې.

ملګرو ملتونو ته د فلسطینیانو استازي ریاض منصور ویلي دې له غزې نه د اسراییلي پوځیانو د وتلو غوښتنه لنډه شوې ده.

ملګرو ملتونو کې د اسراییلو استازی رون پروسور، بیا وايي له توغندیزو بریدونو نه د ځان د دفاع لپاره د اسراییلو د حق یادوونه نه ده شوې.

په دغه بیړنۍ ناسته کې د کوچني اختر او نورو ورځو کې د اوربند پر غوښتنه ټینګار شوی.

غونډه کې د امنیت شوارمشرتابه لخوا، چې دا مهال يې د راوانډا استازي کوي، وړاندې شوې اعلامیه تایید شوه، چې پکې د مصري وړاندیز منلو غوښتنه شوې.

دغه وړاندیز وايي، د اوربند له کبله به د غزې د راتلونکې اړوند خبرو لپاره لاره هواره شي، چې پکې به د غزې د تړلو لارو پرانیستلو په باب هم خبرې شاملې وي.

اعلامیه کې د ملګرو ملتونو او نورو مرسته کوونکو بنسټونو د مرستو خونديتوب لپاره هم د اقداماتو کولو غوښتنه شوې.

له دې مخکې د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم په غزه کې د اور بند غوښتنه کړې وه. د ملګرو ملتونو امنیت شوار دغه ناسته وروسته له هغه تر سره کېږي چې پرون ورځ (جولای ۲۷) په غزه کې ۲۴ ساعته اوربند مات شو.

خو دواړو لوریو پر یوه بل د اوربند ماتولو تورونه پورې کړل او له دواړو لورویو بریدونو هم دوام درلود.

اسراييلو دغه اوربند رد کړی و، او لومړي وزير بينيامين نتنياهو ويلي و "اسرائيل به هغه څه کوي چې له خپلو خلکو د دفاع لپاره يې بايد وکړي".

له هغه راهيسې چې د غزې جګړه پيل شوې، څه د پاسه ۱۰۶۰ فلسطينيان وژل شوي چې ډېری يې ملکيان وو.

په دې جګړه کې۴۳ اسرائيلي سرتېري او هم يې دوه ملکيان وژل شوي دي.

يو تايلندی هم د تاوتريخوالي دغو پېښو کې وژل شوی دی.

ورته مطالب