"د مالیزیايي الوتکې غورځول ښايي جنګي جرم وي"

  • 28 جولای 2014 - 06 زمری 1393
نړیوالو پولیسو د روانې درنې جګړې له امله یو وار بیا ونشو کولای چې د پېښې سیمې ته ورشي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشرې ویلي چې اوکراین کې د مالیزیا د الوتکې غورځول ښايي "جنګي جرم" وي.

د اوکراین روسي پلوه یاغیان او د کییف چارواکي پر یو بل د مالیزیا د ایم ایچ ۱۷ الوتکې د غورځولو تور پورې کوي.

د دوشنبې پر ورځ د اوکراین یوه چارواکي وویل چې د ایم ایچ ۱۷ الوتکې د مالوماتو د ثبت اله ښیي چې دغه الوتکه د راکټ له ګوزاره وروسته د یوې سترې چاودنې په پاېله کې راولویده.

په ورته وخت کې نړیوالو پولیسو د روانې درنې جګړې له امله یو وار بیا ونشو کولای چې د پېښې سیمې ته ورشي.

د اوکراین پوځ ویلي چې هغوي په ختيځ اوکراین کې د پېښې ځای ته څیرمه د بیلتون غوښتونکو تر ولکې لاندې په سیمه کې په جګړه بوخت دي.

د جولاي پر ۱۷ مه د دغې مالیزیايي الوتکې ټول ۲۹۸ سپرلۍ چې ډیری يې هالنډیان وو ووژل شول.

جنګي جرم

نړیوال پولیس غواړي چې د پېښې پراخه سیمه تر خپل کنترول لاندې راولي چې د الوتکو د ټکر نړیوال کارپوهان ماتې ټوټې او انساني پاتې شونې وپلټي.

ډیری مړي د پېښې له سیمې لرې کړای شوي او هالڼد ته لیږدول شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیشنرې ناوي پیلې د مالیزیايي الوتکې د راغورځولو په اړه وویل:

"په اوسني حالت کې له نړیوال قانونه دغه سرغړونه ښايي یو جنګي جرم وي."

"موږ به خپله ټوله هڅه وکړو چې د نړیوال قانون سرغړونکي چې هر څوک وي، عدليي ارګانونه ته ور وپېژنو."

اغلې پېلې دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د ملګرو ملتونو د وروستني رپوټ پر بنسټ د اوکراین په کړکېچ کې له اپریل راهیسې لږ تر لږه ۱۱۲۹ کسان وژل شوي او ۳۴۴۲ نور ټپیان شوي دي.

د دغه کړکېچ له امله تر دوه سوه زرو ډیر خلک بې ځایه شوي هم دي چې ډیریو یې د روسیې ختیځ ته پناه وړې ده.

د اوکراین حکومتي ځواکونه اوس په دې هڅه کې دي چې د روسي پلوو بیلتون غوښتونکو تر ولکې لاندې سیمو کنترول لاسته راوړي.

په ډونسیک کې د بیلتون غوښتونکو یوه ویاند ویلادیمیر انتیفیو منلې چې د اوکراین پوځ د پېښې د ځینو سیمو کنترول خپل کړی دی.

د استرالیا او هالنډ پولیس او کارپوهان د هغوی په وینا د پېښې په سیمه کې د نا امنۍ له کبله له هغه ځایه وتلي دي.

روسیه دا ردوي چې ګواکې د دوی ځواکونه د یاغیانو سره مرسته کوي.

ورته مطالب