وسلوالو بنغازي کې د ځانګړو ځواکونو اډه نيولې

د انځور حقوق AP
Image caption له هغه راهيسې چې جنګياليو د معمر قذافي حکومت ړنګ کړی سلګونه کسان خپل منځي نښتو کې وژل شوي

په ليبيا کې چارواکي وايي وسلوالو جنګياليو له څو ورځنيو جګړو وروسته په ختيځ ښار بنغازي کې د ځانګړو ځواکونو يوه پوځي اډه نيولې ده.

د ځانګړو ځواکونو يوه افسر خبريالانو ته ويلي چې ''له سختو ډزو وروسته موږ په بنغازي کې له پوځي اډې شاتګ غوره کړی دی''.

جنګياليو هم په يوه وينا پاڼه کې د دې خبر پخلی کړی چې پر پوځي اډه يې کنټرول ترلاسه کړی دی.

پر همدې مهال ايټاليا په طرابلس ښار کې د لګېدلي اور د ګل کولو لپاره د ليبيا حکومت ته د مرستې ورکولو وړانديز کړی دی.

په ۲۰۱۱ کال کې د ډ‌ګروال معمر قذافي د حکومت ړنګوونکي جنګيالي د هېواد پر ډېرو برخو کنټرول لري او هېواد له يوه تر ټولو بد حالت نه تېرېږي.

چارواکي وايي د دوشنبې پر ورځ په بنغازي کې د حکومت د وفاداره ځواکونو او اسلامي جنګياليو ترمنځ نښتو کې لږترلږه ۳۸ کسان وژل شوي دي.

تر دې وړاندې د پلازمېنې طرابلس له هوايي ډګر سره نژدې له يوې اوونۍ راهيسې روانې جګړې له امله نژدې ۱۰۰ کسه وژل شوي او له ۴۰۰ زيات ټپيان شوي دي.

حکومت تور لګولی چې د وسلوالو ډلو ترمنځ جګړو له امله په طرابلس کې د تېلو زېرمې اور اخيستی چې د جګړې له امله نه دی کنټرول شوی.

د تېلو دا زېرمه نړیوال هوايي ډګر ته پر تللي سړک له پلازمېنې طرابلس نه ۱۰ کيلومتره لرې پرته ده.

د ‌ډګروال قذافي د حکومت له ړنګېدو وروسته د زنتا جنګيالي پر هوايي ډګر کنټرول لري، خو اوس د ليبيا يوه بله اسلامي ډله پر دغه هوايي ډګر د ولکې ترلاسه کولو هڅې کوي.

دغو دواړو ډلو ته د حکومت له لوري تنخوا ورکول کېږي.

د ليبيا حکومتي چارواکو خبرداری ورکړی، چې که د طرابلس پر هوايي ډګر بريدونه او جګړې دوام وکړي نو هېواد د ټوټه کېدو له خطر سره مخامخ کېدای شي.

ورته مطالب