غزه کې پر بازار هوايي برید ۱۷ کسان وژلي

د انځور حقوق AP
Image caption په تېرو څلورویشت ساعتونو کې دا پر ملکي ودانېو د اسرایل دویم برید دی.

فلسطیني چارواکو ویلي چې د غزې د ښار په یوه بازار د اسرایل پوځ د برید په پایله کې ۱۷ کسان وژل شوي او ۱۶۰ نور ټپیان دي.

د غزې طبي کارکوونکو ویلي چې اسرایلي پوځ هغه مهال هوايي برید کړې چې د غزې ښار د شجاعیه سیمې د سبزۍ او میوو مارکېټ کې لسګونه فلسطینیان په راکړه ورکړه بوخت وو.

د اسرایل له خوا دغه برید د څلور ساعته اوربند پر مهال شوی. حماس د اسرایل له خوا د دغه اوربند اعلان رد کړی و.

اسرایل د دې اوربند د اعلانولو پر مهال ویلي وو چې دا به یواځې په هغو سیمو کې د تطبیق وړ وي چېرته چې اسرایلي ځواکونه عملیات نه کوي.

په دې سیمو کې اوسیدونکو خلکو ته اسرایل خبرداری ورکړی و چې خپلو کورونو ته دې نه ستنیږي.

د حماس ویاند سامي ابو زهري دغه اوربند بې معنا ګڼلی او رد کړی و.

نوموړي ویلي وو چې دا اوربند یواځې یوه رسنیزه تماشه ده ځکه په سیمه کې نه دی پلي شوی چې له کبله یې دوي له هغو ځایو خپل زخمیان نه شي را ویستی.

په ورته وخت کې ډاکټرانو ویلي چې د خان یونس په سیمه کې د برید په پایله کې اووه فلسطینیان وژل شوي دي.

په تېرو څلورویشت ساعتونو کې دا پر ملکي ودانيو د اسرایل دویم برید دی.

ورته مطالب