پر روسیې تازه بندېزونه لګول شوي دي

د انځور حقوق AP
Image caption اوباما: "که روسیه په خپل اوسني دریځ کې بدلون را نه وړي نو د اوکراین کړکیچ له کبله به لا درنه بیه پرې کړي".

امریکا او اروپایي اتحادیې پر روسیې باندې تازه اقتصادي، دفاعي او تکنالوژۍ اړوند بندېزونه لګولي دي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما وویل چې دوی غواړي د تازه بندیزونو له لارې د روسیې اقتصادي او دفاعي سکتورونه په نښه کړي.

نوموړي په سپینه ماڼې کې د خبرو پر مهال وویل:

"که روسیه په خپل اوسني دریځ کې بدلون را نه وړي نو د اوکراین کړکیچ له کبله به لا درنه بیه پرې کړي".

ښاغلي اوباما د نویو بندیزونو په اړه وویل چې دا به د روسیې اقتصاد نور هم کمزوری کړي.

نوموړي زیاته کړه چې په دې برخه کې به د امریکا او اروپایي اتحادیې ګډ او منظم اقدام د روسیې اقتصاد ته لا نور زیان ورسوي.

د امریکا د مالیې وزارت چارواکو ویلي چې دا وار په لګول شوې بندیزونو کې د روسیې (وي ټي بي بانک)، مسکو بانک او د روسیې کرهڼیز بانک (روسیل خوز) په نښه شوي دي.

پر روسیې د امریکا د تازه بندیزونو له امله اوس امریکایان او امریکا کې اوسیدونکي خلک له دغو دریو روسي بانکونو سره راکړه ورکړه نه شي کولی.

د نویو بندیزونو موخه دا ده چې په اوکراین کې د روسیې له خوا د بیلتون پالو د ملاتړ مخه ونیول شي.

خو روسیې په پرله پسې ډول د امریکا او اروپايي اتحادیې دا تورونه رد کړي چې ګواکې دوی یاغیانو ته درنې وسلې ورکوي.

واشنګټن کې د بي بي سي خبریال رجني ویدیاناتن وايي چې پر روسیې د امریکا تازه بندیزونه د حیرانتیا خبره نه ده ځکه چې له تیرو څو اونیو راهیسې امریکا پر روسیې د نویو بندیزونو لګولو خبرداری ورکړی و.

د المان لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل چې له روسیې سره د خپلو تجارتي اړیکو له کبله پر دغه هیواد د نورو بندیزونو لګولو په اړه زړه نا زړه وه وویل چې نوي بندیزونه "اړین وو".

په اروپايي اتحادیې کې د روسیې استازي ولادیمیر چیزوف بي بي سي ته وویل:

"زه د اروپايي اتحادیې پریکړو نهلیی کړی یم ځکه دا هیڅ ګټه نه لري. زه په دې پوهیږم چې اوسني حالاتو اروپايي اتحادیه اندېښمن کړې ده. موږ هم اندېښمن یو خو بندیزونه د حل لار نه ده".

نوموړي وویل چې د ختیځ اوکراین په کړکېچ کې د لاس لرلو له کبله بندیزونه باید پر اوکراین ولګول شي.

ورته مطالب