م.م: اسرایل د غزې پر ښونځي د برید مسول دی

د انځور حقوق AP
Image caption تیره اونۍ هم د اسرایل له خوا د ملګرو ملتونو پر یوه ښونځي د برید په پایله کې ۱۵ ماشومان وژل شوي وو.

ملګرو ملتونو ويلي چې د دوي د وار وار خبرادرۍ سربیره اسرایل په غزه کې د ملګرو ملتونو پر یوه ښونځي ویجاړونکی برید کړی او د ماشومانو په ګډون یې په کې ۱۵ فلسطینیان وژلي دي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې (ریلیف اینډ ورکس ایجنسي) مشر کریس ګینس ویلي دي چې اسرایلي پوځ ته ۱۷ ځلې ویل شوي وو چې په دې ښونځي کې کډوالو پناه اخیستې ده.

کریس ګنیس ویلي چې د اسرایي پوځ دغه برید ټولې نړۍ د سپکاوي په معنا دی.

نوموړي زیاته کړه چې په دې برید کې له خپلو میندو سره ویده ماشومان هم وژل شوي دي.

له بریده وروسته د ښونځي په اخیستل شوي انځور کې په دیوالونو او چتونو کې ستر سوري لیدل کیږي.

په غزه کې د ملګرو ملتونو د مرستو سمبالولو مشر باب ټرنر وویل چې ملګري ملتونه په ډاډ سره ویلی شي چې دغه برید اسرایل کړی دی.

نوموړي وویل چې له بریده وروسته دوي د بمونو ټوټې راټولې کړي چې ښیي دغه بمونه اسرایلي پوځیانو غورځولي دي.

د انځور حقوق AP
Image caption نوموړي زیاته کړه چې په دې برید کې له خپلو میندو سره ویده ماشومان هم وژل شوي دي.

خو اسرایل بیا د دغه ډول پېښو وروسته مسولیت د حماس پر غاړه اچوي او وايي چې حماس له دغو ځایو څخه د اسرایل پر پوځ راکټي بریدونه کوي.

تیره اونۍ هم د اسرایل له خوا د ملګرو ملتونو پر یوه ښونځي د برید په پایله کې ۱۵ ماشومان وژل شوي وو.

اسرایلي بریدونو کې جوماتونه، ښونځي، کورونه او ان روغتونونه په نښه شوي دي.

د اسرایل پوځ ویلي چې د دوي لومړنۍ پلټنې ښيي چې ښونځي ته له نږدې سیمې پر دوي راکټي بریدونه شوي وو چې په ځواب کې د دوي پوځیانو عملیات وکړل.

د اسرایل پوځ پر حماس تور لګوي چې دوي له ښاریانو نه د سپر کار اخلي.

د غزې په جګړه کې تر اوسه ۱۲۰۰ فلسطینیان او د ۵۳ پوځیانو په ګډون ۵۵ اسرایلیان وژل شوي دي.

حماس وايي تر هغې به جګړې ته دوام ورکړي چې اسرایل د تیرو اوو کلونو راهیسې د غزې روانه اقتصادي کلابندي نه وي ختمه کړې.

د اسرایل او حماس تر منځ روانه جګړه له ټولو اوږده هغه ده. په ۲۰۱۲ کې شوې جګړې اته ورځې دوام وموند او د ۲۰۰۸ کال جګړه بیا ۲۲ ورځې وروسته پای ته رسیدلې وه.

ورته مطالب