امریکا: م.م پر پناه ځای برید د منلو نه دی

Image caption ملګرو ملتونو ویلي دي چې غزه کې خلک یو خطرناک ګړنګ ته ورنږدې شوي دي.

امریکا ویلي چې په غزه کې د ملګرو ملتونو پر پناه ځای برید په بشپړ ډول د منلو نه دی او هېڅ جواز نه لري.

په فلسطین کې د اسرائیلو، چې د امریکا له نږدې متحدینو څخه دې، پر عملیاتو دا د امریکا تر ټولو سخته نیوکه ده.

امریکا ویلي چې د کړکېچ له امله د ولسي وګړو مرګ ژوبله هم ډېره لوړه ده او له اسرائیلو یې وغوښتل چې د ملکیانو د ژوند خوندي کولو په برخه کې دې نورې هڅې وکړي.

اسرائیل وايي غزه کې د دوی د عملیاتو موخه دا ده چې خپل وګړي د فلسطیني اورپکو له بریدونو خوندي کړي.

د اسرائیلو یوه ویاند ویلي چې که ثابته شي چې د ملګرو ملتونو پر پناه ځای د برید مسول دوی دي نو په اړه به یې بخښنه وغواړي.

ویاند زیاته کړه:

"موږ یوه پالیسي لرو چې له مخې یې ولسي وګړي نه په نښه کوو".

ملګرو ملتونو هم په غزه کې د خرابېدونکي حالت له کبله پر اسرائیلو نیوکې کړې او ویلي یې دي چې غزه کې خلک یو خطرناک ګړنګ ته ورنږدې شوي دي.

نوموړې اداره وايي چې د جګړې له امله د غزې څلورمه برخه وګړي، شاو خوا ۴۲۵،۰۰۰ فلسطینیان بې ځایه شوي دي.

په ورته وخت کې یوه لوړ پوړي اسرائیلي چارواکي بي بي سي ته ویلي چې د دوی ځواکونو اسرایل ته د حماس د غزېدلو تونلونو له ۷۰ تر ۸۰ سلنې له منځه وړې دي.

د غزې د روغتیا وزارت چارواکي وايي چې د جولای پر ۸ مه په غزه کې د اسرائیلو د عملیاتو له پیل راهیسې ۱۴۲۲ فلسطینیان، چې ډیری یې ولسي وګړي دي وژل شوي.

اسرایل کې د ۵۶ پوځیانو په ګډون شاوخوا ۵۸ کسان وژل شوي. په وژل شویو کې یوه تایلندي کارګره هم شامله ده.

په غزه کې ژوند

غزه کې ۱.۷ میلیون وګړي ژوند کوي.

۲۲۵،۱۷۸ یې د ملګرو ملتونو یا عامه ودانیو کې ژوند کوي.

۲۰۰،۰۰۰ یې ښايي له خپلو کورنیو سره پناه اخیستي وي.

۲۹۹،۰۰۰ ماشومان رواني او ټولنیزو مرستو ته اړتیا لري.

ورته مطالب