د مصنوعي پښو په اړه نا پېژندل شوې خبرې

Image caption معیوبین کولی شي خپلې زړې مصنوعي پښې د بیا کارونې لپاره مرستندویه ادارو ته ورکړي.

د مصنوعي پښو د جوړولو په برخه کې ډېر پرمختګ شوی دی. دغه ډول پښې بېلا بېلې بڼې او اندازې لري.

خو د مصنوعي پښو په اړه دا لاندې پنځه هغه خبرې دي چې خلک ترې لږ خبر دي:

که څوک معیوب شي، آیا سملاسي ورته مصنوعي پښه ورکول کېږي؟

که څوک معیوب شي نو د پښې له پرې کېدو وروسته یې پرې شوې برخه ډېره حساسه وي.

ډاکټران سپارښتنه کوي چې د مصنوعي پښو تر لګولو سملاسي وروسته باید معیوب کسان وګرځي چې پښې یې پیاوړې شي او د پړسوب مخه یې ونیول شي.

خو په پیل کې باید دا کسان مصنوعي پښې د یوې بلې پنجرې ډوله الې په مرسته په پښو کړي.

مصنوعي پښه لومړی په دغه پنجره کې ځای پر ځای کېږي او بیا پنجرې ته هوا ورکول کېږي چې مصنوعي پښه کلکه ونیسي.

د انځور حقوق prosthetic legs stairs
Image caption پر زینو ختل ګران او رنځمن کار دی. ځکه نو معیوبین باید پر زینو د ښکته پورته کېدو پر مهال ډېر احتیاط وکړي.

دغه اله دواړو خواوو ته لاستي لري چې معیوب پرې په راحتۍ سره د ګرځېدو جوګه کېږي.

ډیرو ویلي چې کله دوی په لومړي ځل دغه پنجره ډوله اله ولیده نو فکر یې کاوه چې ګواکې د لومړۍ نړیوالې جګړې کوم توکی به وي.

آیا معیوبین جګ بوټان پښو کولی شي؟

هو، خو د جګو بوټانو پښو کولو لپاره باید ځانګړې مصنوعي پښې وکارېږي.

روغو خلکو ته هم جګ بوټان پښو کول ستونزمن کار دی نو معیوبیونو ته خو یې ستونزه لا ډېره وي.

پر مصنوعي پښو د جګو بوټانو کنترولول ګران کار دی او که دواړه پښې مصنوعي وي نو ستونزه لا ډېرېږي.

نو څنګه شونې ده چې نري او جګ بوټان چې پښو کولو لپاره یې روغ خلک خپلې پښې تر یوې اندازې قاطوي، معیوبین یې هم پښو کړي؟

اصلا داسې مصنوعي پښې جوړې شوې چې ځانګړې توکمې یا تڼۍ لري. معیوبین د جګو بوټانو د پښو کولو پر مهال لومړی دغه تڼۍ کېکاږي چې بیا کولی شي په اسانۍ سره خپله مصنوعي پښه بوټ ته دننه کړي.

خو بیا هم په عمومي ډول خلک په دې اند دي چې جګ بوټان پښو کول ګران کار دی او د پښو کولو لپاره یې ځانګړیو مصنوعي پښو ته اړتیا ده.

آیا مصنوعي پښې د شاور پر مهال کارول کیدی شي؟

مصنوعي پښې له نم سره حساسیت لري. په همدې خاطر ډیر معیوبین د ځان مینځلو پر مهال خپلې مصنوعي پښې لرې کوي.

په دې کار سره پښې له نمه ژغورل کېږي او د ژر خیرنوالي مخه یې هم نیول کېږي.

د انځور حقوق prosthetic legs waterproof
Image caption د دې تر څنګ، داسې مصنوعي پښې هم شته چې په ځانګړي ډول د لامبو او اوبو لپاره جوړې شوې دي.

ځینې معیوبین د لمبا پر مهال خپلې مصنوعي پښې نه لرې کوي. لامل یې ښايي دا وي چې په اسانۍ سره د لامبو حوض یا سیند غاړې ته ولاړ شي.

د حل لارې یې شته؟

داسې پوښونه شته چې اوبه نه جذبوي. معیوبین کولی شي د دغو پوښونو په اغوستلو سره خپلې مصنوعي پښې خوندي کړي.

د دې تر څنګ، داسې مصنوعي پښې هم شته چې په ځانګړي ډول د لامبو او اوبو لپاره جوړې شوې دي.

آیا معیوبین پر زینو ختلی شي؟

پر زینو ختل ګران او رنځمن کار دی. ځکه نو معیوبین باید پر زینو د ښکته پورته کېدو پر مهال ډېر احتیاط وکړي او هڅه وکړي چې خپل انډول وساتي.

په کار شوو زړو مصنوعي پښو څه کېږي؟

ډیر معیوبین خپلې کار شوې او زړې پښې ساتي خو ځینې یې بیا نه پوهېږي څه پرې وکړي.

ځینې خلک له خپلو زړو مصنوعي پښو نور توکي لکه د مېز د سر څراغ یا د چای مېز جوړوي.

ځینې یې بیا ایسته غورځوي او په دې نه پوهېږي چې دغه زړې مصنوعي پښې د بیا کارولو وړ دي.

معیوبین کولی شي خپلې زړې پښې د مصنوعي پښو جوړونکو مرکز ته ولیږي چې هغوی ترې بیا کار واخلي.

د دې تر څنګ دوی کولی شي خپلې زړې مصنوعي پښې مرستندویه ادارو ته ورکړي چې هغوی یې بیا بې وزله هېوادونو ته لېږي او هلته ترې معیوبین بیا کار اخلي.

خو په برتانیا کې یو وار کار شوې مصنوعي پښه له صحي پلوه خطرناکه بلل کېږي او په اروپا کې دغه پښې بیا نه شي کارول کېدی.

ورته مطالب