پیلي: اسرائیل قصداً نړیوال قوانین بابیزه ګڼي

د انځور حقوق EPA

په داسې حال کې چې پر غزې د اسرائیلو بریدونه دوام لري، اسرائیلي پوځ ته ۱۶۰۰۰ نور احتیاطي ملاتړي پوځيان ورغوښتل شوي.

په دې سره پر غزې د بریدګرو اسرائیلي پوځيانو شمېر نژدې ۸۶۰۰۰ ته رسېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشرې ناوي پیلي د جګړې دواړې غاړې په جنګي جرمونو تورنې کړې، خو اسرائیل یې د نړیوالو قوانینو په ډاګیزه سرغړونه تورن کړي.

پیلي وايي، اسرائیل په لوی لاس د ولسي وګړو د اوسېدو ځایونه په نښه کوي.

اسرائیلي رسنیو ویلي، د پوځ دا غوښتنه به اسرائیلي پوځ ته د "ساه اخیستو" موقع ورکړي.

د اسرائیلي پوځ ویاندې ویلي "پوځ د ۱۶ زرو پوځيانو د تیارسئ کېدو امر کړی، چې پر ځمکه د جنګېدونکي پوځ ملا وتړي".

د اسرائیلو رادیو اعلان کړی چې د امنیت ادارې د شورا غړو وزیرانو د چارشنبې ورځې پنځه ساعته غونډه کې پرېکړه وکړه، چې د حماس ډلې پر اهدافو بریدونه ډېر کړي.

ظاهراً د بریدونو موخه په غزه کې د حماس د ټولو اړوندو هغو تونلونو له منځه وړل ښودل شوي، چې په وینا یې دغه ډله یې د غزې تړانګې او اسرائیلي خاورې ترمنځ کاروي.

د اسرائیلو یوې رادیو ویلي، په پام کې دهو چې بله غونډه د پنجشنبې په ورځ له ماسپښین وروسته د اتو وزیرانو په ګډون وشي.

رادیو په غزې تړانګې کې جګړې ته د یوه ګومارل شوي جنرال له قوله ویلي، د تونلونو ویجاړول "د څو ورځو کار" دی.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ملګرو ملتونو او امریکا په غزه کې د ولسي پر یوه پناه ځای هغه برید غندلی، چې لږترلږه شپاړس ولسي وګړي پکې ووژل شول.

اسرائیلو د ملګرو ملتونو اړوندې هغې مدرسي برید وکړ، چې ولسي وګړي پکې له بریدونو پټ شوي وو.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون دغه برید یوه ناوړه پېښه او له عقل لیرې کار بللی دی.

د اسرائیلي بریدونو انځورونه وګورئ

اسرائیل ادعا لري، چې دا برید یې مدرسې ته څېرمه له یوه ځایه پر اسرائیلو د توغول شوي توغندي په مقابل کې کړی.

فلسطیني چارواکي وايي، یوازې د تېرې چارشنبې پر ورځ پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې تر ۱۰۰ ډېر کسان ووژل شول.

د غزې ښار ته څېرمه پر یوه بازار بمبارۍ ۱۷ کسان ووژلي، خو د پنجشنبې پر ورځ په یوه کمین کې درې اسرائیلي پوځيان ووژل شول.

فلسطیني ډاکټران وايي، د اسرائیلو بمبارۍ خان یونس کې هم اووه کسان وژلي.

په غزه کې د روغتیا وزارت وايي د چارشنبې پر ورځ لږترلږه ۱۰۶ کسان ووژل شول، چې د ټول ټال وژل شویو شمېر ۱۳۳۶ ته ورسېد، چې زیاتره یې ولسي وګړي دي.

د انځور حقوق epa
Image caption اسرائیلو په ۲۰۱۲ کال هم د اتو ورځو لپاره پر غې قاتلانه بریدونه وکړل، خو په ۲۰۰۸ کې یې وسله والو بریدونو ۲۲ ورځې دوام وکړ.

بل خوا اسرائیلو د ۵۸ اسرائیلیانو د وژل کېدو اعلان کړی، چې ۵۶ پکې پوځيان او دوه ولسي وګړي دي.

اسرائیلو کې د یوه تایلنډي کارکوونکي د وژل کېدو خبر هم ورکړل شوی.

"بې دلیله "

ملګرو ملتونو په جبالیا کې د کډوالو پر مدرسې برید په سختو ټکو غندلی دی.

ددغه سازمان یوه چارواکي اونروا کریس ګینیس بي بي سي ته ویلي، اسرائیلو ته ۱۷ ځلې ویل شوي، چې دا د کډوالو د سرپناه ځای دی، خو دغه برید د ټولې نړۍ لپاره د ملامتیا او شرم خبره ده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي وروسته وویل "دغه برید په سختو ټکو غندم، دا یو ډېر ناوړه کار و، هېڅ دلیل یې د کېدو لپاره نه و. تر دې لوی شرم به چېرې وي، چې ویده ماشومان بمبار شي".

د انځور حقوق AP
Image caption اسرائیلو د راکړې ورکړې پر یوه ډک بازار بمبار کړی
د انځور حقوق
Image caption د اسرائیلو ۵۶ پوځيان او دوه ولسي وګړي وژل شوي

په دغه مدرسه کې د برید پرمهال تر ۳۰۰۰ ډېر ولسي وګړي وو، چې د سرپناه لټولو په پلمه هلته مېشت شوي وو.

"بشري ناورین "

د امریکا د ملي امنیت د شورا ویاندې برنادیت میهان هم دغه برید غندلی او وايي "ډېر اندېښمن له دې کبله یو، چې زرګونه فلسطیني کډوال د اسرائیلي پوځ له خوا په زور خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کړل شوي، ان د ملګرو ملتونو په سرپناوو کې هم خوندي نه دي".

بان او میهان د ژر اوربند غږ کړی، او د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر فیلیپ هامونډ هم ویلي، چې په غزه کې وضعیت "بشري ناورین" ته نژدې شوی.

د فلسطین د روغتیا وزارت ویليو په الشجاعیه کې پر یوه بازار بمبارۍ لږترلږه ۱۷ کسان پرداسې مهال وژلي او ۱۶۰ نور یې ټپیان کړي، چې سلګونه کسان د مېوو او سبزیو رانیولو په حال کې وي.

رپوټونه وايي، په غزه کې د یوې سیمه ییزې رسنۍ یو خبریال هم په دې برید کې وژل شوی.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر غزه کې وضعیت 'بشري ناورین' بللی

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د یوه عیني شاهد سلیم قدوم له قوله ویلي "سیمه د وینو د ویالې په څېر وه. هر ځای مړي او ټپیان پراته وو. د ځینو خلکو پښې غوڅې شوې وې او د ژغورنې چیغې یې وهلې. دا یوه ټول وژونه وه".

څو ورځې مخکې هم په خان یونس کې د ولسي وګړي پر سرپناوو اسرائیلو "وحشیانه" بریدونه وکړل چې لږترلږه ۱۵ کسان یې پکې ووژل.

اسرائیلو په ۲۰۱۲ کال هم د اتو ورځو لپاره پر غې قاتلانه بریدونه وکړل، خو په ۲۰۰۸ کې یې وسله والو بریدونو ۲۲ ورځې دوام وکړ.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption اسرائیلو ولسي وګړو ته خبرداری ورکړی، چې خپلو سیمو ته ستانه نه شي
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د الشجاعیه پریوه بازار بمبارۍ ۱۷ کسان وژلي او ۱۶۰ نور ټپیان دي

ورته مطالب