"اسرائیلي عملیاتو کې ۱۵۰۰ فلسطینیان وژل شوي"

د انځور حقوق Reuters
Image caption د غزې چارواکو ویلي چې یواځې د جمعې ورځې په بمبارۍ کې ۵۰ کسان ووژل شول.

د غزې د روغتیا وزارت وايي چې د جولای پر ۸ د اسرئیلو د پوځي عملیاتو له پېله را هیسې ۱۵۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

د غزې چارواکو ویلي چې یواځې د جمعې ورځې په بمبارۍ کې ۵۰ کسان ووژل شول.

د ملګرو ملتونو نړیوال خوراکي پروګرام یا (ډبلیو ایف پي) ادارې ویلي چې دوي تر اوسه تر ۲۲۹ زره نه زیاتو کډوالو ته خوراکي توکي ورکړي دي.

دوی ویلي چې د دې تر څنګ دغه ادارې د غزې په روغتونونو کې تر ۲۰۰۰ ډیرو ټپیانو ته د درملنې امکانات برابر کړي دي.

نوموړې ادارې ویلي چې دوی به خپلې مرستې لا ګړندۍ کړي.

بل خوا د ملګرو ملتونو سر منشي بان کي مون په غزه کې د اورپکو له خوا د نیول شوي پوځي د سملاسي او بې له قېد او شرطه خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري هم ورته څرګندونې کړې او ویلي یې دي چې حماس باید ژر تر ژره نیول شوی اسرائیلي سرتیری خوشې کړي.

ورته مطالب