چین: شینجیانګ کې یاغيانو ۳۷ کسان وژلي

د انځور حقوق b
Image caption په پېښه کې د پولیسو ۳۰ موټر هم ویجاړ شوي وو

د چین حکومتي رسنۍ ویلي، په شینجیانګ ولایت کې یاغیانو لږترلږه ۳۷ ولسي وګړي وژلي، او همدارنګه په مقابل کې امنیتي سرتیرو ۵۹ بریدګر وژلي دي. پېښه د تېر جولای پر اته ویشتمه نېټه شوې ده.

د چین رسمي خبري اژانس شینحوا وايي، ۲۱۵ وسله والو په چړو او تبرونو د پولیسو پر یوه مرکز او حکومتي دفترونو بریدونه وکړل. خو په شینجیانګ کې د اویغور بېلتون غوښتونکو حقوقي مدافعین وايي، پولیسو پر هغو خلکو ډزې وکړې چې د روژې پرمهال راغونډ شوي وو.

شینخوا مخکې ویلي و، چې پېښه په الیشخو او هوانګدي سیمو کې شوې وه، هغه مهال چین دا یوه ترهګریزه پېښه بللې وه.

په پېښه کې د پولیسو ۳۰ موټر هم ویجاړ شوي وو او د اویغور او هان قبیلو لسګونو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.

شینجیانګ په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي، چې دا یوه ډېره خطرناکه پېښه وه؛ ځکه چې له کورنیو او بهرنیو ترهګریزو ډلو سره تړلې موضوع ده.

چین وايي دا پېښه مخکې ښه پلان شوې او بیا عملي شوې ده، خو د امریکايي اویغور ټولنې ویلي، چې په سیمه کې سرچینو ورته ویلي، چې سیمه ییزو اویغوریانو د پولیسو تر برید مخکې سوله ییز لاریون کاوه.

دغه ټولنه، چې دفتر یې په امریکا کې دی، وايي دغو کسانو لاریون له دې کبله کړی و،چې په روژې میاشت کې د چین د امنیتي کسانو له خوا مسلمانان ځورېدل او ناقانونه کړنې ورسره کېدې.

خو تر اوسه د کومې مستقلې سرچینې له خوا د هېڅ کومې غاړې ادعاوې رسماً نه دي تایید شوې.

له تېرو څو کلونو راهیسې د اویغوري مسلمانانو او چینايي بریدګرو ترمځشخړې روانې دي.

اویغور مسلمانان وايي، د چین حکومت له دوی سره د مېرې چلند کوي، او له خپلو حقه حقونو نه یې بې برخې کړي.

دوی وايي، حکومت یې ازادۍ سلب کړې او ان د مذهبي مراسمو لمانځلو ته یې هم نه پرېږدي.

ورته مطالب