اسراييل وايي د دوی ورک شوی سرتېری وژل شوی

د انځور حقوق Reuters
Image caption د اسراييلو د وژل شویو سرتېرو شمېر ۶۴ تنو ته ورسید

اسراييل وايي، هغه سرتېری چې د فلسطين حماس ډله يې په نيولو تورنه وه اوس معلومه شوې چې په عملياتو کې وژل شوی دی.

وروسته له هغه چې کورنۍ ته يې خبر ورکړای شو، يو زيات شمېر کسان د وژل شوي سرتېري هدارګولدین د کور شاوخوا راټول شوي دي.

حماس وايي داسې باور کېږي چې دغه سرتېری به د اسراييلو په هوايي بمبارۍ کې هغه مهال وژل شوی وي، چې د دوی پر جنګيالو کېده.

پخوا حماس اعلان کړی و چې د دغه سرتیري د ژوند له برخلیک نه بې خبره دی او اټکل کوي چې هغه به وژل شوی وي.

په دې توګه له هغه راهيسې چې پر غزې د اسراييل يرغل پيل شوی د وژل شويو اسراييلي سرتېرو شمېر ۶۴ ته ورسېد. په دغو بريدونو کې تر اوسه ۱۷۰۰ فلسطينيان وژل شوي او نژدې ۹۰۰۰ نور ټپيان دي.

د دغه سرتیري د یرغمل کیدو شک، د ۷۲ ساعته اوربند د ماتیدو لامل شو چې د جمعې ورځې (اکست ۱) پر سهار پیل شوی و او یوازې یو څو ساعته یې داوم وکړ.

په هغه وخت کې د سرتیري هدارګولدین، د یرغمل کیدو ګمانونه د اسراييلو او حماس ترمنځ د شخړو د زیاتیدو لامل شو.

د دغو بریدونو په سختیدوسره په تیرو دوو ورځو کې ۲۰۰ فلسطیني چې ګمان کیږي ولسي وګړي دي وژل شوي.

په غزه تراډه کې تېره ورځ روغتيايي چارواکو ویلي وو، د لنډ مهالي اوربند له ماتېدو وروسته، د اسراييلو په بريدونو کې ٢٠٠ فلسطينيان وژل شوي دي. تر ټولو درنه بمباري په رفح سيمه کې شوې وه ، چې باور کېده يو اسراييلي سرتيرى په کې د حماس د وسلوالو له لوري نيول شوى. اسراييلي چارواکو ويلي وو، د وسلو جوړولو د يوې فابريکې، او د وسلوالو د قومندې د يوۀ مرکز په گډون سلگونه هدفونه په نښه شوې دي. فلسطيني اورپکو هم پر اسراييلو خپلو توغنديزو بريدونو ته دوام ورکړى دى. په مصر کې د پلان شويو خبرو اترو سره سره تاوتريخوالي دوام موندلى. د تېرې جمعې په ورځ د اسرائیلو او حماس ترمنځ اوربند ماتیدو نه وروسته تر ۲۴ ساعتونو پورې پر غزې او رفح د اسراييلو بریدونو کې ٢٠٠ فلسطینیان وژل شوي وو.

ورته مطالب