شمالي وزیرستان کې بمباریو ۳۰ کسان وژلي

د انځور حقوق AFP
Image caption پوځي چارواکو ادعا کړې چې دوی د شمالي وزیرستان مهمې ښاري سیمې د سخت دریځو له شتونه پاکې کړې دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې (آی ایس پي آر) ویلي چې په شمالي وزیرستان کې يې د ضرب عضب په نامه د روانو عملیاتو په ترڅ کې د سه شنبې پر ورځ ۳۰ (سخت دريځي) وژلي دي.

د آی ایس پي آر د راپورونو پر بنسټ د سه شنبې پر ګهیځ د شمالي وزیرستان په دته خیل، مرشي خیل او کمشام سیمو کې هوايي بمباریو د سخت دريځو شپږ مرکزونه په نښه کړې دي.

د پوځ د عامه اړیکو له خوا د دوشنبې پر ورځ په خپرې شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د شمالي وزیرستان د میران شاه سیمې د دته خیل سړک د تصفیوي عملیاتو پر مهال د دوی ځواکونو د دته خیل بازار کې د ازبکو سخت دريځو پر پټنځایونو ناڅاپي برید کړی.

د پوځ په وینا په دغه برید کې دوه امنیتې کارکونکي او ۷ (سخت دریځي) وژل شوي دي.

پوځي چارواکو ادعا کړې چې دوی د شمالي وزیرستان مهمې ښاري سیمې د سخت دریځو له شتونه پاکې کړې دي.

آی ایس پي آر ويلي چې دوی د میران شاه سره تړلې کلي میر علي، بویا، ديګان او دته خیل له سخت دریځو پاکې کړې دي.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د میران شاه او میر علي سیمو تر منځ د پرتو کلیو مومن ګل زیارت، درپه خیل، ټاپي، سپرګا او د ټوچي سیند پورې سیمو کې د شته مقاومت د له منځه وړلو هڅې روانې دي.

آی ایس پي آر ویلي چې د دوشنبې پر ورځ امنیتي ځواکونو په میر علي کې د شهباز خیل سیمې په شاوخوا کې ځایونو کې د عملیاتو پر مهال د ۷۵ راکټونو تر څنګ ګڼ شمېر ځان وژونکي واسکټونه هم تر لاسه کړي دي.

آی ایس پي آر زیاته کړه چې میر علي ته څیرمه په عمر کلي کې یې د ځمکني ماینونو جوړولو یوه فابریکه هم موندلې ده. د دې تر څنګ امنیتو چارواکو ته د سخت دريځو تبلیغي لیکنې هم لاسته ورغلې دي.

پاکستاني امنیتي ځواکونو د جون پر ۱۲ مه په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نام عملیات پیل کړي.

پوځي چارواکي وايي چې تر اوسه په وژلو شویو ۵۰۰ سخت دریځو کې د ځايي سخت دريځو تر څنګ نور بهرني، په ځانګړي ډول ازبک سخت دریځي هم شامل دي.

د پاکستان حکومتي چارواکي وايي د عملیاتو له اعلانه وروسته له شمالي وزیرستان نه تر اوسه په ټوله کې ۵۳ زره ۱۸۶ کورنیو کډه کړې چې اوس دغه کورنۍ په پنډغالو، کرايي کورونو او یا هم له خپل خپلوانو سره اوسېږي.

دا چې د ضرب عضب په نامه په دغو عملیاتو کې امنیتي چارواکو کوم هدفونه تر لاسه کړي، په دې اړه د ازادو رسنیو له لوري هیڅ راز مالومات نه دي ورکړل شوي ځکه چې سیمې ته هیڅ ازاده رسنۍ او یا بهرني کسان لاسرسی نه لري.

تر اوسه یوازې یو ځل د پاکستان امنیتي چارواکو ځايي او نړیوالو رسنیو ته اجازه ورکړې چې د میر علي له سیمې کتنه وکړي.

ورته مطالب