پاکستانۍ مېرمنو سره د سعوديانو پر ودونو بندیز

د انځور حقوق b
Image caption د سعودي عربستان نارینه وګړي د دولت له اجازې پرته له بهرنیو مېرمنو سره واده نه شي کولی

سعودي عربستان پر خپلو نارینه وګړو د پاکستاني، بنګله دیشي، برمايي او د افریقايي هېوادونو له مېرمنو سره د ودونو پر کولو بندیز لګولی.

په جده ښار کې خبریال حسین وايي، د سعودي (مکه) ورځپاڼې د مکې مکرمې د پولیسو مشر اصف القریشي له خولې لیکي چې د سعودي حکومت د سعودي پر نارینه وو له پاکستانۍ، بنګاله دیشۍ، برمايۍ او چاډۍ ښځو سره پر واده کولو بندیز لګولی.

په یوه نا رسمي شمېرنه کې ښودل شوې چې د څلور واړه هېوادونو پنځه لکه مېرمنې په سعودي عربستان کې ژوند کوي.

سعودي عرب حکومت نارینه له سعودي ښځو نه سیوا د نورو هېوادونو له ښځو سره واده کول او کورني تاوتریخوالي د رامنځ ته کېدو له لاسه د واده نه مخکې له حکومت نه اجازه اخیستل یې اړین ګڼلي. سعودي عربستان شرط اېښی، چې له بهرنیو مېرمنو سره یې هغه وګړي ودونه کولی شي، چې عمر یې تر ۲۵ کم نه وي.

خو هغه کسان چې غواړي دویم واده وکړي، باید ثابته کړي چې لومړنۍ مېرمن یې ستونزه لري او یا د تل لپاره اولاد نه شي زیږولی.

د مکې پولیسو مشر اصف القریشي وايي، هغه نارینه چې خپلې مېرمې طلاقوي تر څلورو میاشتو نه شي کولی چې د سعودي عربستان له تابیعت لرونکو مېرمنو پرته له بهرنۍ مېرمنې سره واده وکړي. مکه ورځپاڼه د دولتي چارواکو له خولې لیکي، د مراکش حکومت پر هغو سعودي نارینه وو چې له مراکشي مېرمن سره د واده کولو هیله لري،‎ ځینې بندیزونه او شرطونه لګولي دي. په شرطونو کې دا هم راغلي، چې واده کوونکی باید ښه کړه وړه ولري او جرمي سابقه ونه لري.

ورته مطالب