د سره خمر دوو مشرانو ته د عمري بند سزا

د انځور حقوق Getty
Image caption دوی د دغې ډلې یواځیني مشران دي چې محاکمه کیږي.

د ملګرو ملتونو تر ملاتړ لاندې یوې محکمې په کمبودیا کې د بشریت خلاف په تور د سره خمر دوو مشرانو ته د عمر بند سزا واوروله شوه.

نون چي ۸۸ کلن او د دولت مشر خیو سامفان ۸۳ کلن د سره خمر له لومړنیو مشرانو څخه دي چې د تورونو له کبله سزا ورته اورول کېږي.

نون چي او د دولت پخوانی مشر خیو سمفان له پنوم پن په زوره د خلکو د ایستلو پرمهال د بشري ضد جنایتونو په ترسره کولو پړ وبلل شول.

داسې ګومان کېږي چې د سره خمرد حکومت پر مهال لږ تر لږه دوه میلیونه کسان له لوږې، زیات کار کولو او یا د مرګ د سزا د اورولو له وجهې مړه شوي وو.

له ۱۹۷۵ نه تر ۱۹۷۹ کلونو د حکومت په بهیر کې دا هڅه کیده چې دا یو کرنیز هېواد جوړ کړي.

د حکومت په دې دوران کې ښارونه له خلکو خالي کړل شوي وو او خلک په زور کواپراتیفي ادارو ته شړل شوي وو، چې د دې کار له امله خلک وژل کیدل او یا به د ډېر کار له امله بې هوښه کیدل.

سره خمر د خپل څلور کلن سخت حکومت په بهیر کې ټول هغه کسان یې د مرګ کندې ته غورځار کړل په چا به یې د دوښمنۍ شک راغی، چې په دې کې عالمان، د اقلیتونو مشران، پخواني سرتیري او دهغوی کورنۍ په کې شاملې وې.

دواړو پر دوی د لګیدلو تورونو نه انکار وکړ، تېر کال هغوی په خپلو وروستیو بیانونو کې خواشینۍ ښودلې وه خو ویلي وه چې نه دو ی څوک وژلي او نه یې د چا د وژنې حکم کړ ی او نه ورنه خبر دي.

ورته مطالب