د ايبولا پر وړاندې نړيوال بيړنی حالت اعلان شوی

د انځور حقوق EPA
Image caption سږ کال په لويديځه افريقا کې د ايبولا ناروغۍ له امله لږترلږه ۹۳۰ کسه مړه شوي دي

د ملګرو ملتو د روغتيا نړیوال سازمان په لويديځه افريقا کې د اېبولا خپره شوې ناروغي په نړیواله کچه د روغتيا لپاره بېړنۍ اعلان کړې ده.

د روغتيا سازمان چارواکو ويلي د دغه ويروس د زياتېدو له امله احتمالي پايلې ښايي جدي وي.

دغه اعلان په سويس کې د روغتيا برخې پوهانو له يوې بېړنۍ غونډې وروسته وکړ.

سږ کال په لويديځه افريقا کې د ايبولا ناروغۍ له امله لږترلږه ۹۳۰ کسه مړه شوي دي.

د ملګرو ملتو د روغتيا نړیوال سازمان وايي د دغې ناروغۍ خپرېدل يوه غير عادي پېښه ده.

سازمان وايي که دا ناروغي نورو هېوادونو ته خپرېږي پايلې به يې خورا جدي وي، ځکه دې ويروس کې د ناروغۍ پيدا کولو ډېره وړتيا شته.

دوی په يوه وينا پاڼه کې ويلي: ''په نړیواله کچه د ايبولا د خپرېدو د مخنيوي لپاره په نړیواله کچه د قوي غبرګون ښوولو ته اړتيا ده''.

د ايبولا ويروس د هغه کس له لاړو، اوښکو او خولو نه بل انسان ته لېږدول کېږي چې پرې اخته دی.

د انځور حقوق elvis
Image caption د دغې ناروغۍ نښو کې تبه، وينه بهېدل او د اعصابو مرکزي نظام له منځه وړل شامل دي

په لومړي سر کې د زکام په څېر علامې ښکاري او وروسته له سترګو او د غاښونو له اوريو وينه بهېدل پيلېږي.

د بدن دننه د وينې بهېدو له امله د وجود غړي اغېزمن کېږي.

د ايبولا په ويروس د ککړو کسانو کابو ۹۰ سلنه ناروغان مړه شوي دي.

د ايبولا په اړه معلومات

  • د دغې ناروغۍ نښو کې تبه، وينه بهېدل او د اعصابو مرکزي نظام له منځه وړل شامل دي.
  • په دغه ويروس د اخته کسانو د مړينې کچه ۹۹ سلنې ته رسېدای شي، په داسې حال کې چې اوس دغه اندازه ۵۵ سلنه ده.
  • د ناروغۍ نښې د ۲ او ۲۱ ورځو دننه جوتېږي.
  • د ايبولا لپاره نه کوم واکسين پیدا کېږي او نه يې هم درملنه کېږي.
  • دغه ويروس په طبيعي ډول په ماښام څکالو (پتنګ ته ورته چې ماښام مهال الوزي) کې پیدا کېږي.

بل خوا د لایبریا د اطلاعاتو وزیر بي بي سي ته ویلي د هیواد روغتیايي وضعیت یې د ایبولا وژونکې ناروغۍ له په ډیر بد حالت کې دي.

د دغه هیواد سرتیرو ته دنده ورکړل شوې چې پلازمینې مونروویا ته د هغو کليو د اوسیدونکو مخه ونیسي چې د ایبولا ناروغۍ له امله اغیزمن شوي دي.

دغه راز د لایبریا په ګاونډي هیواد سیرالیون کې ټولې سیمې د دغې ناروغۍ د مخنیوي په موخه په یو ډول محاصره کې دي.

د انځور حقوق Getty

د سیرالین د اطلاعاتو وزیر الفا کانو ویلي دا ډیر مایوسوونکې ده چې تر اوسه یې په هیواد کې د ایبولا ناروغۍ درمل نه دي ویشل شوي.

ورته مطالب