''که غوښتنې مو و نه منل شي اوربند نه غځوو''

د انځور حقوق Reuters
Image caption پر غزې د اسراييلو په يرغل کې نژدې ۱۹۰۰ فلسطينيان وژل شوي او زرګونه نور ټپيان دي

اسراييل وايي په داسې حال کې چې د اسراييلو او حماس ترمنځ درې ورځنی اوربند مخ په ختمېدو دی، د دغه هېواد سويل پر دوه توغندي توغول شوي دي.

له دې سره جوخت حماس ويلي په مصر کې يې فلسطيني مرکچيانو ته ويلي چې پرته د دوی د غوښتنو له منل کېدو، اوربند نه مني.

د حماس اصلي غوښتنه د غزې د کلابندۍ لرې کول او په دغه سيمه کې د بېړيو پر مخ د بندر پرانستل دي.

د حماس وياند ويلي ډله يې د يوې اوږدې جګړې لپاره چمتو ده.

دا په داسې حال کې ده چې اسراييلو ويلي د اوربند له غځېدو سره موافقه لري.

اسراييلو اعلان کړی، توغول شوي دوه توغندي د استوګنې په ځايونو نه دي لګېدلي او مرګ ژوبله يې نه ده اړولې.

خو له دې سره سره د حماس له لوري د اوربند د غځېدو او يا هم د درې ورځني اوربند له پای ته رسېدو وروسته د دوی د اقدام په اړه رسمي غبرګون نه دی په ډاګه شوی.

د مصر په منځګړتوب د حماس او اسراييلو ترمنځ درې ورځنی اوربند د سې شبنې په ورځ پيل شو او نن (جمعه، ۸ اګست) پای ته رسېږي.

خو حماس وايي تر دې دمه يې د اوربند د غځېدو پر سر هېڅ موافقه نه ده کړې او لا هم په مصر کې د دواړو غاړو د مرکچيانو ترمنځ د دايمي اوربند په اړه ژور اختلافونه موجود دي.

د حماس او اسراييلو ترمنځ د تېرې يوې مياشتې خونړيو جګړو په پايله کې لږترلږه ۱۹۰۰ فلسطينيان په غزه کې وژل شوي او ۶۴ اسراييلي سرتېري وژل شوي دي.

اسراييل وايي پر غزې د بريدونو پر مهال يې د حماس د پوځي ځواکونو ۹۰۰ جنګيالي وژلي، خو ملګرو ملتو اعلان کړی چې د وژل شويو فلسطينيانو ۱۳۵۴ يې ملکيان دي.

په دغو وژل شويو ملکيانو کې ۴۱۵ ماشومان او ۲۱۴ ښځې دي.

ورته مطالب