افريقا کې ايبولا ناروغۍ په وړاندې تدابير سخت شوي

د انځور حقوق EPA
Image caption د روغتیا نړېوال سازمان د ایبولا ویروس له کبله د وژل شویو کسانو شمېر د اټکل له مخې ۹۶۰ کسان بولي

يوه ورځ وروسته له هغه چې د روغتيا نړېوالې ادارې د افريقا په لوېديځ کې د ايبولا د ناروغۍ خپراوي يو نړېوال بېړنى حالت اعلان کړ، د افريقا د لويې وچې څو هېوادونو له دغې ناروغۍ سره د مبارزې په لړ کې نور تدابير نيولي دي.

د گيني چارواکي وايي دوى له سري ليون او لايبېريا سره وروسته له هغې خپلې پولې تړلي دي چې دغو هېوادونو په ورته کړنې لاس پورې کړ.

په لايبېريا کې د بلوا ضد پوليس د هغو احتجاجيانو د کابو کولو لپاره ولېږل شول چې، د دغه کړکېچ په وړاندې د حکومت د اقدام د څرنگوالي په تړاو يې نيوکې لرلې.

قهرژلو احتجاجيانو يوه لويه لار چې ورباندې د گاډو تگ را تگ له نورو ټولو هغو ډېر دى وتړله، او ويل يې چې چارواکو د ايبولا د ځينو قربانيانو مړي نه دي را غونډ کړي.

بل لوري ته د افريقا په لويه وچه کې يو بل هېواد زمبيا ويلي چې ايبولا ځپلو هېوادونو ته په تگ راتگ محدوديتونه لگوي.

په همدې حال کې د نایجيریا ولسمشر ګوډلک جانټن په خپل هېواد کې بېړنى حالت اعلان کړی او د ایبولا وژونکي ویروس مخنیوي لپاره یې د ۱۱ میلیونو ډالرو پانګه ځانګړې کول تایید کړي دي.

د روغتیا نړېوال سازمان په ګیني سري لیون، لایبېریا او نايجيریا کې د ایبولا ویروس له کبله د وژل شویو کسانو شمېر د اټکل له مخې ۹۶۰ کسان بولي.

د نایجيریا د تيلو ملي شرکت، په لاګوس کې د یوۀ ناروغ موندل کېدو له امله، چې د ایبولا ویروس د درلودو شک پرې کېږي، له خپلو لابراتوارو څخه یو تړلی دی.

د دغې ناروغۍ خپرېدو له امله د نړۍ تر ټولو لوی اوسپنه جوړونکي شرکت ارکیلور مېټل لایبېریا کې د وسپنې له کانونو نه د خپلو یو شمېر کارکونکو ایستل پیل کړي دي.

ورته مطالب