اوباما: عراق لپاره چټک حل نشته

د انځور حقوق AFP
Image caption بارک اوباما وايي د عراق د ستونزې هواري لپاره چټک حل په لاس کې نشته

د امريکا ولسمشر بارک اوباما وايي د عراق د ستونزې هواري لپاره چټک حل په لاس کې نشته.

ښاغلي اوباما وويل وخت ته اړتيا ده چې د جهاديانو په مشرۍ د سنيانو پاڅون آرامولو او دغه هېواد ته د ثبات راوستو په برخه کې له عراقيانو سره مرسته وشي.

ښاغلي اوباما چې دا څرگندونې په يوې خبرې غونډې کې کولې وويل دا يوه اوږده پروژه ده، چې د سونيانو تر منځ ملاتړ تر لاسه شي او بل لوري ته پوځ په نورو تجهيزاتو سمبال او وروزل شي.

د امريکا ولسمشر همداراز په دې لړ کې پرمختگ له دې سره تړلى وباله چې عراقيان سره يوموټي شي او يو پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي.

د داعش ډلې، چې اوس د اسلامي دولت په نوم ياديږي، په دې وروستيو مياشتو کې د عراق د شمال او لوېديځ پراخې سيمې نيولې دي.

امریکايي ولسمشر بارک اوباما وړاندې ویلي که اړتیا شي، په عراق کې به د 'اسلامي دولت' پر جنګیالیو بمباریو ته دوام ورکړي، او په سوریه او عراق کې د 'اسلامي خلافت' د جوړېدو اجازه نه ورکوي.

رپوټونه وايي، د دغې ډلې د فشار له کبله له موصل ښار نه مسیحیان او ایزیدیان وتلو ته اړ شول، چې د اربیل ښار د سقوط وېره هم ډېره شوې ده.

اوباما د عراق په شیعه عرب ډېرکیو هم نیوکه وکړه، چې ګني سنیانو او کردانو ته په واک کې پوره برخه نه ورکوي.

د امریکا ولسمشر له نیویارک ټایمز سره په مرکه کې ویلي "په سیمه کې د اسلامي خلافت جوړېدو اجازه نه ورکوي، خو وویل دا کار یوازې هغه مهال ممکن دی، چې امریکا په سیمه کې داسې شریکان ولري، چې په تشې ډکولو وتوانېږي".

اوباما د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ایران ددغو بدلونونو په لړ کې مرسته کړې، وویل: "زه فکر کوم چې ایرانیان بالاخره دې نتیجې ته رسېدلي چې په عراق کې د اوږدمهالې واکمنۍ جوړېدو په اړه د شیعه ګانو دریځ مخ پر ځوړ دی. دا د ټولو هېوادونو لپاره یو لوی سبق دی".

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د امریکا دفاع وزارت وايي، اربیل ته د اسلامي دولت د جنګیالیو د مخنیوي لپاره یې بمبار کړی

امریکايي پوځي الوتکو د عراق شمال کې هغو زرګونو ایزیدیانوته خوراکي مواد رسولي، چې د 'اسلامي دولت' د جنګیالیو له وېرې له خپلې مېنو وتلي او غرنیو سیمو ته یې پناه وړې ده.

د امریکا د دفاع وزارت 'پنتاګون' وايي، دا چې د 'اسلامي دولت' جنګیالیو د عراق پر زیاترو لویو شمالي ښارونو واک ټینګ کړی، امریکا زرګونو کلابند ایزیدیانوته د مرستو رسولو هوډ وکړ.

د عراق کردستان اربیل کې د بي بي سي خبریال وايي، کردي جنګیالي 'پیشمرګ' شپې مهال هغو سیمو ته رسېدلي، چې د امریکا خوراکي مرستې ورته رسېدلې، چې پر اړمنو خلکو یې په وېشلو کې همکاري وکړي.

دی وايي، په اربیل او کرکوک کې خلک په دغو مرستو او د 'اسلامي دولت' پر جنګیالیو د امریکا په بمبارۍ ډېر خوښ دي.

ولسمشر بارک اوباما وړاندې ویلي وو، چې په سوریه او عراق کې د اسلامي دولت پر جنګیالیو یې د بمبار امر ورکړی دی.

له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې اوباما ویلي وو چې امریکايي الوتکې به د اربیل ښار په ملاتړ د 'اسلامي دولت' پر ځینو ځایونو بمبار وکړي.

د اسلامي دولت جنګیالیو روانه اونۍ د مسیحي زرګونو وګړو قده قوش ښار هم نیولی دی.

د امریکا مرستې پر جنګیالیو تر بمبار څو ساعته وروسته رسول شوې دي.

د اسلامي دولت وسلوالو رویټرز خبري اژانس ته ویلي ''هوايي بریدونه پر موږ اغېز نه کوي''.

هغه زیاتوي چې ''دوی ګومان کوي، چې ګني زموږ ستراتیژیک ځایونه یې ویشتلي. موږ له چریکي او د کوڅو له جګړو سره اشنا یو''.

خو د امریکا د بهرنیو چارو ویاندې ماري هارف وویل له مخامخ بریدونو هدف د اربیل پر لور ''د اسلامي دولت د جنګیالیو د پرمختګ مخه ډپ کول دي''، ځکه چې هلته امریکايي کارکوونکي دي.

د عراق د بشري حقونو وزارت ویلي، د 'اسلامي دولت' جنګیالوی سلګونه ایزیدي مېرمنې نیولې دي.

دغه وزارت زیاتوي، چې ځینې ښځې موصل کې په مدرسو کې بندې ساتل کېږي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption له موصل نه زرګونه مسیحیان او ایزیدیان له وېرې وتلي دي
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د اسلامي دولت جنګیالیو د موصل بند هم نیولی
د انځور حقوق Reuters
Image caption بې ځایه شوي مسیحیان او ایزیدیان مرستو ته تر ټولو ډېر اړمن ګڼل شوي

ورته مطالب