اسراييل د خبرو لپاره قاهرې ته بیا مرکچیان لېږي

د انځور حقوق REUTERS
Image caption غزه کې په ۷۲ ساعته اوربند هوکړه شوې

اسراییلو ویلي، غزې کې د بحران اوږد مهاله حل موندلو په هدف به نن قاهرې ته له فلسطینیانو سره د غیر مستقیمو خبرو لپاره مرکچیان ولیږي.

اسراییلو څرګنده کړې، په خبرو کې د دوی ګډون غزه کې د اوسني درې ورځني اوربند په موثر پاتې کېدو پورې غوټه دی، چې د یکشنبې په مازدیګر(اګست ۱۰) پیل شو.

بیت المقدس کې د بي بي سي یو خبریال وايي، اسراییل به د غیر پوځي سیمې په توګه د غزې اعلانولو غوښتنه تکرار کړي او حماس به د غزې سیمې له شاوخوا نه د اسراییلو محاصرې ختمولو په غوښتنه ټینګار وکړي.

په تېره جولای کې غزې کې د تشدد پېښو له پیله راهیسې له ۱۹۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي، چې اکثر یې ملکي کسان دي او اسراییلو کې د دریو ملکي کسانو په شمول اووه شپیته کسان وژل شوي دي.

اسراييل او فلسطينیان تېره ورځ (اګست ۱۰) په غزه کې پر يوه نوي ٧٢ ساعته اوربند سلا شول، چې په مصر کې د نورو خبرو لپاره لا ره هواره شي .

مصري چارواکي چې د د واړو ښکېلو غاړو ترمنځ خبرو اترو کې منځگړیتوب کوي وايي، له دواړو غاړو يې غوښتي چې د سولې پر يوه هر اړخيز تړون خبرې اترې له سره پيل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د جګړې دواړو لوريو وړاندې خبرداری ورکړى و چې د نوي اوربند لپاره پلان شوې خبرې له ګواښ سره مخامخې دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption په تېره جولای کې غزې کې د تشدد پېښو له پیله راهیسې له ۱۹۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي

اسراييل ويلي و، يوازې هغه مهال به په قاهره کې یکشنبې (اګست ۱۰) ناوخته خبرې وشي، چې حماس د توغندیو توغول ودروي.

فلسطينيانو بيا ټينګار کاوۀ، چې دوی به يوازې هغه مهال په غیر مستقیمو خبرو کې برخه واخلي، چې اسراييل د شرطونو وړاندې کول ودروي.

د شنبې په ورځ(اګست ۹) په برتانيا او جنوبي افريقا کې پر غزه د اسرائيلو د يرغل پر ضد لويې مظاهرې شوې دي.

په لندن کې لسګونه زره خلکو د لاريون پر مهال د تاوتريخوالي پای ته رسولو او هم پر اسرائيلو د وسلو بنديز غوښتنه کوله.

د جنوبي افريقا کېپ ټاون لاريون د دغه هېواد د توکميزې واکمنۍ له پای ته رسېدو راهيسې تر ټولو لوی و.

ورته مطالب