له خان سره د هندۍ پولیسې نڅا هندوان په غوسه کړي

د انځور حقوق
Image caption تر اوسه نه شاه رخ خان او نه هم پولیسې په دې اړه څرګندونې کړې دي.

په هند کې د بالیووډ له وتلي لوبغاړي شاه رخ خان سره په یوه محفل کې د یوې هندۍ پولیسې نڅا هندوان په غوسه کړي دي.

دا محفل په لوېدیځ بنګال ولایت کې جوړ شوی و.

د هندي حکومت سیاسي مخالفانو پر دغې نڅاګرې پولیسې نیوکه کړې، چې ولې د ښځینه پولیسو په یونیفورم کې نڅېدلې ده.

دوی دا کار د پولیسو شان ته سپکاوی بللی دی.

د بنګال ولایت پر مشرې ماماتا پانارجي هم نیوکه شوې چې ولې دغه محفل ته ورغلې وه.

خو تر اوسه نه شاه رخ خان او نه هم پولیسې په دې اړه څرګندونې کړې دي.

دواړو د تېرې شنبې په ورځ د پولیسو په کلني جشن کې نڅا کړې ده.

پانارجي وړاندې ویلي وو، د هندي سینما وتلی لوبغاړی شاه رخ خان د لوېدیځ بنګال افتخاري سفیر ټاکل کېږي.

د مخالف ګوند مشر ادیر رانجان چوهدري پر پانارجي تور لګولی، چې ګني د هندي اساسي قانون سپکاو یې کړی دی.

د چوهدري له خولې ویل شوي "اساسي قانون هېچا ته په رسمي یونیفورم کې نڅا کولو ته اجازه نه ورکوي. د پولیسو شان ته سپکاوی یو شرموونکی عمل دی. پانارجي په دې :ار سره، چې پولیسې ته یې د نڅا اجازه ورکړې، د هند اساسي قانون ته سپکاوی کړی".

رسنیو د پولیسو د یوه مخکني مشر نیورپام سوم له قوله ویلي "زما د واکمنۍ پرمهال ما هېچا ته په داسې ډول د نڅا کولو اجازه نه ورکوله".

ورته مطالب