پیشمرګه څوک دي؟

کردي جنګیالي "پیشمرګه" د انځور حقوق BBC World Service
Image caption کردي جنګیالي "پیشمرګه" د 'اسلامي دولت' د جنګیالیو پرضد راوتلي.

"پیشمرګه"، یانې "فدایان"، د عراق شمال کې هغه جنګېدونکي کردان دي، چې په وروستیو اونیو کې یې د "اسلامي دولت" جنګیالیو پرضد وسلې راواخیستې.

د "اسلامي دولت" جنګیالي په لومړي سر کې "په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت ډله" (داعش) په نوم یادېدل، چې ډېر ژر یې د عراق شمال کې ځینې لویې سیمې ونیولې.

پیشمرګه کله وسلې راواخیستې؟

ځینې تاریخپوهان د پیشمرګه د جوړېدو نېټه د نولسمې پېړۍ وروستیو او د شلمې پېړۍ پیل کې له هغه مهال سره تړي، چې تر لومړۍ نړیوالې جګړې او د عثماني خلافت تر سقوط وروسته د قبایلي سرحدي ساتونکو په بڼه لا پسې منظم شول.

د تېرې پېړۍ اویایمه لسیزه کې د کردي ملي غورځنګ او پاڅون تر اعلان وروسته، پیشمرګه ځواکونه لا ډېر فعال شول، او د کردي عامو خلکو په منځ کې یې ډېر نفوذ وکړ؛ ځکه چې د خپلو خلکو د حقونو د دفاع لپاره یې مبارزه کوله.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پیشمرګه د ۱۹۹۱ کال تر پاڅون وروسته له شمالي سیمو د عراق پوځیان وشړل.

پیشمرګه ځواکونو څو ځلې د عراق له حکومتي ځواکونو سره هم جګړه کړې، خو د کردي بېلابېلو ډلو کورنیو جګړو کې یې هم برخه لرله.

د ۹۰ لسیزې په پیل کې، د عراق په شمال، کردستان ولایت کې د حکومت تر جوړېدو وروسته، هغه مهال چې د کویت تر جګړې وروسته د عراق جنوب او شمال کې پراخه پاڅونونه وشول، پیشمرګه ځواکونه د ولایت د حکومتي بنسټ پرتله پر یوه پوځي قوت واوښتل.

اوس داسې اټکل کېږي، چې ګني د پیشمرګه ځواکونو شمېر ۱۹۰ زرو جنګیالیو ته رسېږي.

د ایران- عراق جګړه او د ۱۹۸۸ کال حلبجه برید

د تېرې پېړۍ نوي یمه لسیزه، او په اتیایمه لسیزه کې د ایران- عراق د جګړې پرمهال، پیشمرګه ځواکونه د عراقي حکومت سرسخته دښمنان شول، چې ډېر کله به یې چریکي او د خپ او ترپ بریدونه کول.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption کردي جنګیالي "پیشمرګه" په نینوی ولایت کې د اسلامي دولت له جنګیالیو سره وجنګېدل.

په دې وخت کې د (صدام حسین د واکمنۍ پرمهال) د عراق له پوځ نه زیات شمېر کردي جنګیالي هم ووتل او له پیشمرګه سره یوځای شول.

ځینو مخکنیو کردي جنګیالیو د ایران پرضد د صدام حسین له ځواکونو سره جګړې ته دوام ورکړ، خو ځینو پیشمرګه جنګیالیو له ایراني ځواکونو سره لاسونه خولې خوږې کړې چې ګني ایران به دوی ته د عراق کردستان سیمه ورکوي.

وروسته صدام حسین د "انفال" په نامه د ډله ییزې سزا ورکولو لړۍ پیل کړه، او په کردي سیمو او کلیو کې یې زیاتره وګړي ونیول او یا یې کډو کولو ته اړ کړل.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ۱۹۸۸ کال حلبجه کیمیاوي برید کې تر ۵۰۰۰ ډېر خلک ووژل شول.

په ۱۹۸۸ کال د صدام حسین ځواکونه حلبجه ښار ته ننوتل، او هلته یې کیمیاوي وسلې وکارولې، چې نژدې ۵۰۰۰ کسان یې ووژل، په وژل شویو کې زیاتره ماشومان او ښځې وو.

له صدام سره شخړه

د تېرې پېړۍ نوي یمه لسیزه کې له انفال او کیمیاوي بریدونو وروسته، که څه هم ډېره مرګژوبله رامنځ ته شوه، پیشمرګه ځواکونو د خلیج له لومړۍ جګړې وروسته له عراقي ځواکونو سره جګړې ته دوام ورکړ.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption جلال طالباني د عراق شپږم ولسمشر، خو لومړی کردی ولسمشر و.

د کویت تر جګړې او پاڅون وروسته، کله چې د هوايي حریم بندیز ولګېد، کردستان د بغداد له حکومت نه یوڅه د خپلواکۍ اخیستو ارامه ساه واخیسته.

خو کورنۍ شخړې پای ته ونه رسېدې او د دوو کردي ډلو (د مسعود بارزاني په مشرۍ د کردستان دیموکرات ګوند، او د جلال طالباني په مشرۍ د کردستان د ملي یووالي ګوند) ترمنځ کورنۍ جګړه پیل شوه.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption مسعود بارزاني د کردستان ولایت مشر و.

خو په ۱۹۹۸ کال د واشنګټن د تړون پربنسټ د دواړو جګړه مارو ډلو ترمنځ د سولې تر موافقې وروسته، د امریکا ځانګړو ځواکونو په سیمه کې په خلاص لاس استخباراتي فعالیتونه پیل کړل.

دا له امریکا سره د کردستان لومړنۍ اړیکه او مخامخېدنه وه، دواړو غاړو د صدام حسین په مشرۍ د بغداد د حکومت مخالفت کاوه.

د صدام حسین د نظام تر سقوط وروسته، عراق ته استول شویو امریکايي ځواکونو د پیشمرګه جنګیالیو روزنې ته دوام ورکړ او په سیمه کې یې بېلابېل ګډ عملیات کول.

کله چې جلا ل طالباني د عراق ولسمشر شو، او مسعود بارزاني د عراقي کردستان مشر شو، د کردانو د خپل برخلیک لپاره هیلې وغوړېدې.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د پیشمرګه ځانګړي ځواکونه د 'داعش' جنګیالیو پرضد جګړې ته چمتووالی نیسي.

ورته مطالب