م. م او امریکا د مالکي د استعفا هرکلی کړی

د انځور حقوق REUTERS

د ملګرو ملتونو سرمنشي او امریکا د مخکني عراقي لومړي وزیر نوري المالکي د استعفا هرکلی کړی دی.

بان کي مون د نوري مالکي د استعفا د هرکلي ترڅنګ، له حیدرالعبادي غوښتي چې یو پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي او د عراق اوسني کړکېچ ته منطقي حل ومومي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکارې سوزان رایس هم د مالکي تلل د 'اسلامي دولت' داعش د جنګیالیو پروړاندې عراقیان سره یو موټی کولی شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري مالکي یو مهم او د درناوي وړ سړی بللی، خو وايي چمتو دی چې له نوي حکومت سره د اسلامپالو داعش جنګیالیو پروړاندې همکاري وکړي.

په داسې حال کې چې حیدر عبادي د عراق نوی لومړی وزیر ټاکل شوی، نوري المالکي، چې د لومړي وزیر په توګه یې وخت پای ته رسېدلی، ویلي چې د عبادي په ګټه تېر شوی دی.

"ولس هغه وټاکه، خو له خپل قانوني حق نه تېرېږي، خو د هغه پلان د وینو تویېدو د مخنیوي لپاره دی".

المالکي وايي، د خپل ورور حیدرالعبادي ملاتړی به وي، چې په وینا یې "واک وسیله نه ده".

فرانسې پرېس خبري اژانس مخکې د المالکي د ویاند علي الموسوي له خولې ویلي وو چې "مالکي به د ولسمشر پر وړاندې ادعا ته دوام ورکړي خو د ګومارل شوي لومړي وزیر ملاتړ به وکړي".

المالکي پر دې ټینګار کړی، چې په نوي حکومت جوړېدو کې به خپل "حق" اخیستو ته دوام ورکړي.

د تېرې دوشنبې په ورځ نوي ولسمشر فؤاد معصوم حیدر العبادي ته- چې د مالکي د ګوند یو مخکښ مشر هم دی – د نوي عراقي حکومت جوړېدو سپارښتنه کړې وه.

دا کار المالکي د اساسي قانون سرغړونه بللې وه.

خو د امریکا متحدو ایالتونو او ایران د عبادي ملاتړ اعلان کړی و، او د شیعه ګانو مشر ایت الله علي سیستاني هم د المالکي د لیرې کېدو غوښتنه کوله.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د نوي لومړي وزیر عبادي ملاتړ کړی.

نوموړي ویلي "لاهم د عبادي په مخ کې د حکومت جوړولو سختې چارې پرتې دي، خو موږ هیله من یو چې چارې پر سم لوري مخته ولاړې شي".

ستاینه

مخکې په عراق کې د ملګرو ملتونو استازي نیکولای مادینوف له واک نه د مالکي لیرې کېدل ستایلي وو او دا یې د بدلون یو تاریخي کار بللی و.

د انځور حقوق AP
Image caption المالکي پر تلوېزیون داسې مهال استعفا اعلان کړه، چې ترڅنګ یې جګپوړي عراقي چارواکي ولاړ وو.

ملادینوف پخپلو څرګندونو کې ویلي وو "د مالکي پرېکړه د نوي حکومت د جوړېدو لپاره یو ښه ګام دی، له دې ښکاري چې هغه اساسي قانون او دیموکراتیک بهیر ته درناوی لري".

نوموړی زیاتوي "دا کار یوه بل تاریخي بدلون راتلو ته لاره هواروي، هغه دا چې په سوله ییز ډول له وینو تویېدو او تاوتریخوالي پرته واک وسپارل شي".

مالکي د شیعه ګانو د یوه ایتلاف په مشرتابه کې له ۲۰۰۶ کال راهیسې تر اوسه د عراق لومړی وزیر پاتې شوی، خو مخالفان یې وايي چې هغه یو دکتاتور سړی دی او نه غواړي په اسانۍ له واکه لیرې شي.

د هغه مخالفین دا هم وايي، چې په عراق کې یې د ملي یووالي پرځای توکمیزو او مذهبي تاوتریخوالو ته لمن ووهله او سنیان یې د شیعه ګانو دښمنان کړل؛ ځکه چې واک یې تر ډېره شیعه ګانو ته وسپاره او سنیان یې ګوښه پرېښودل، چې بالاخره د داعش په نامه سني ډله په ډېرې سخت دریځۍ پسې راپورته شوه.

د انځور حقوق Getty
Image caption په وروستیو کې پر مالکي نړیوال او کورني فشارونه وو، چې باید استعفا وکړي.

۶۲ کلن عبادي بیا د عراق تر ټولو تجربه لرونکی سیاستوال دی، چې د صدام حسین له پرځېدا مخکې تبعید شوی و.

نوموړي په الکترونیکي انجینرۍ کې لوړې زده کړې کړې، او په ۲۰۰۳ کال له برتانیا عراق ته ستون شوی.

عبادي وايي، د صدام حسین د واکمنۍ پرمهال یې دوه وروڼه وژل شوي او یو بل زنداني شوی و.

د هغه کورنۍ د عراق د دعوت ګوند غړي وو، چې د عبادي د تبعید لامل هم د صدام حسین د واکمنۍ پرمهال ددغه ګوند غړیتوب لرل وو.

ورته مطالب