د وژل شویو پوځیانو غم هېرولو کمپ

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

نیل مک ګیوري وايي ده د ۲۰۰۶ کال د اګست په لومړی نېټه خپل ورور روس له لاسه ورکړ. هغه په یوه برید کې ووژل شو.

نیل د خپل ۲۷ کلن ورور د وژل کېدو په اړه د خبرو پرمهال ځمکې ته کتل.

نوموړی لندن ته نژدي په براټین تفریحي ښارکوټي کې له نورو هغو کسانو سره د غم هیرولو په موخه جوړ شوي یو کمپ کې یوځای شوی چې عزیزان یې وژل شوي دي.

د پوځیانو کورنیو ته د رخصتۍ او تفریح کولو دغه زمېنه د یوې خیریه ادارې "فاپ" له خوا برابرېږي.

د نیل په وینا د ورور د سپرلی موټر یې پر یوه شلخي بم وربرابر شوی و.

نیل وايي "زما ښه په یاد دي چې زه په خپله کوټه کې وم چې دروازه مو وټکول شوه، دوه کسان کور ته دننه شول، دغو دواړو کسانو دریشۍ اغوستې وې او په همدې کې مې مور په ژاړه شوه، زه هم کوټې ته ورغلم، د مور له خولې مې دا خبره وته چې روس، روس، روس وژل شوی."

د فاپ په نامه خیریه اداره چې د پوځیانو کورنیو ته د تفریح زمینه برابروي په انګلستان او ویلیز کې د ځوانانو له یوې اتحادیې سره په ګډه کار کوي.

دا یوه له هغو خیریه ادارو ده چې د هغو پوځیانو له کورنیو سره مرستې کوي چې په جګړو کې وژل شوي وي.

د دې ادارې بودیجه له مرستو او هغو فیسونو ترلاسه کېږي چې دغه اداره یې اخلي.

فاپ شږکاله مخکې د ډګرمنې بلنډا فورستیا له خوا جوړه شوه. نوموړې وايي دغه اداره غم ځپلو کسانو ته د تفریحی زمېنه برابروي او په دې تفریحي کمپونو کې ټول کسان سره برابر وي هېڅوک د بل په اړه قضاوت نه شي کولای.

بلنډا وايي له ۲۰۰۸ کال راهیسې تراوسه ۳۰۰ کورنیو د دوی له ادارې سره خپل نومونه ثبت کړي دي.

نیل ګیوري له تفریحي کمپ نه خوند اخلي او له بي بي سي سره یې په خبرو کې ویلي چې دغلته هره ورځ خوندور فعالیتونه کوي.

نوموړي وايي ژوند یې تل د اوس په شان نه و، په وروستي ځل یې خپل هغه مهال لیدلی و چې هغه وینزر ته لاړ او دی خپله لیګو لینډ ته.

نیل وايي ډېره په زړه پورې وه چې ورور یې دی د اسونو لیدلو ته بیولی و.

نیل ګیوري د خپل مور په هکله وايي چې هېڅ کله د شپې پوره خوب نه لري او ټولو هغو کسانو ته ګوري چې ورته غم لري او له دې سره یې حالت نور هم خرابېږي.

سږکال فاپ د غم هیرولو خپل څلورم کمپ په برایټن کې جوړ کړی.

نیل وايي په دې کمپ کې یې داسې کسان ولیدل چې د ده په شان ورته غم لري.

نوموړي زیاتوي چې د دې کسانو په لیدلو یې غم یو څه کم شوی خو دا چې ورور یې ده ډېر نژدي و او اوس نشته دا یوه لویه تشه ده چې دی یې احساسوي.

۱۹ کلنه سمي جو ګرافېت دې کمپ ته له خپل پلار نیک سره راغلې ده. نوموړې وايي "زه ۱۵ کلنه وم چې زما مشر ورور په افغانستان کې ووژل شو. هغه له ۲۱ کالیزې څو ورځې مخکې ووژل شو."

سمي جو وايي نیمه شپه وه چې دوی د ورور له مړینې خبر شول. هغه زیاتوي او وايي کله چې تاسو په خپله دروازه کې په نیمه شپه پوځیان وګورئ چې ستاسو دروازه ټکوي پوهېږئ چې ښه خبر یې نه در راوړی.

سمي جو وايي د ورور مړینې یې د دوی ژوند بدل کړ .

نوموړي وايي "هغه مهال چې زه ۱۵ کلنه وم د ورور مړینه راته ډېره سخته تمامه شوه، هغه مهال ما زده کړې کولې."

نوموړې وايي که څه هم لا یې هم د ورور غم ځوروي د غم هیرولو دغه کمپ ورسره مرسته کړې او په ټوله کې له دغه کمپ سره د ټولو هغو کسانو چې ورته راغلي په ژوند کې بدلون راغلی دی.

ریبیکا پریچرډ بله هغه ۱۵ کلنه جلۍ ده چې ۲۱ کلن ورور یې وژل شوی دی.

هغه وايي د ورور له مړینې وروسته په ښوونځي کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوه.

هغه وايي "زما ورور د ۲۰۰۹ کال په ډسمبر میاشت کې په افغانستان ووژل شو، هغه په شپه کې وژل شوی و خو ماته سهار وویل شول، ورور مې کور ته له ستنېدو څو اوونۍ مخکې ووژل شو. موږ دا تمه نه لرله."

ریبیکا وايي د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کال کریسمس ښه نه و، ما په کې له چا سره هېڅ سروکار نه درلود.

هغه وايي "موږ ته فاپ په اړه وویل شول، موږ چې فاپ ته ورغلو هغوی راته وښودله چې څنګه بیا له خلکو سره ګډ ژوند پیل کړو او څنګه هغه څه بیان کړو چې له لاسه مو ورکړي او څنګه بیا پر خپل ځان باور پیدا کړو؟ البته له هغو کسانو سره په ګډه د کار کولو له لارې چې ورته غمونه لري."

ورته مطالب