د "اسلامي دولت" جنګیالیو ۸۰ ایزیدیان وژلي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

رپوټونه وايي، د "اسلامي دولت" جنګیالیو، چې په "داعش" مشهور شوي، د عراق نینوی ولایت سنجار مېنې ته نژدې يه یوه کلي کې لږترلږه ۸۰ ایزدیانوژلي دي.

دا خبر ایزیدي او کردي سرچینو هم تایید کړی دی.

سرچینه وايي، دغه کلی (کاوجو) چې ټول وژنه پکې شوې، د سنجار مېنې په سوېل ختیځ کې نژدې ۴۵ کیلومتره لیرې پروت دی.

د عراق د کورنیو چارو مخکني وزیر هوشیار زیباري ویلي "وسله وال د تېرې جمعې پر مازیدګر کلي ته ننوتي او هلته کلیوال له دې کبله وژلي، چې "مسلمانان نه دي. کلیوالو ته ویل شوي چې یا دې مسلمانان شي او یا به وژل کېږي".

خو د عراق پارلمان کې یوه ایزیديوکیل او یوه بل کردي چارواکي ویلي، وسله والو په کلي کې تر وژنو وروسته ځینې ښځې هم ورسره وړې دي.

د ایزیدیانووکیل محما خلیل سنجاري وایي، له ژغورل شویو کلیوالو سره غږېدلی او د پېښې په اړه یې کیسه ورته کړې ده، چې وايي په یوه ساعت کې دا وژنه شوې ده.

"یا مسلمانېدل یا وژل کېدل"

خو د پېښې ځای ته څېرمه د یوه کلي یوه سړي رویټرز خبري اژانس ته د پېښې په اړه جزییات ورکړي دي.

دی وايي "هغه راته وویل چې د اسلامي دولت جنګیالیو له تېرو پنځو ورځو راهیسې کلیوالو ته د اسلام راوړلو هڅې کولې، دوی ته یې د جمعې پر ګهیځ اوږده ویناوه وکړه".

دغه کلیوال د یوه وسله والو له قوله ویلي چې "بیا د کلي خلک راټول کړل شول او په ډزو ووژل شول، خو ښځې او ماشومانو تلعفر ښار ته یووړل شول؛ ځکه چې دا ښار د بهرنیو جنګیالیو اصلي مرکز دی".

د انځور حقوق AFP
Image caption په عراق کې د ایزیدي لږکیو نفوس نژدې پنځوس زره اټکل شوی.
د انځور حقوق AFP
Image caption ایزیدیان د داعش د اورپکو له وېرې غرونو ته تښتېدلي.

بل خوا، د ایزیدیانویوه فعال هادي بیر او په امریکا کې د "ایزیدي ستونزو د حلې ډلې غړي" ویلي "کلیوال د کاوجو یوازېنۍ مدرسې ته بوتلل شول، او هلته د اسلام راوړلو او وژل کېدو غوراوي ورته وړاندې شول. وسله والو ۸۰ کسان ووژل او نور یې په موټرو کې یوه نامالوم لوري ته بوتلل".

خو تر دې مهاله کومې خپلواکې سرچینې ددغو ادعاوو پخلی نه دی کړی.

بل خوا، د امریکا پوځ ویلي، دوو الوتکو یې د تېرې جمعې پر ګهیځ سنجار کې د "اسلامي دولت" د جنګیالیو دوه موتر ویجاړ کړي.

دا برید وروسته تر هغه شوی، چې امریکایانو د کردي ځواکونو له لوري خبر ورکړل شو، چې ګني د "اسلامي دولت" جنګیالي په کاوجو کې پر ولسي وګړو برید کوي.

د عراق د بشري حقونو د چارو وزیر محمد شیاع السوداني تېره اونۍ ویلي وو چې "د اسلامي دولت" جنګیالیو له تېر جولای راهیسې په بریدونو کې لږترلږه ۵۰۰ ایزیديلږکي وژلي دي.

د ټولو ایزیدي لږکیو نفوس شاوخوا پنځوس سره کسان اټکل شوی.

السوداني وايي، وسله والو ځینې داسې کسان په خاورو منډلي، چې لاهم ساه پکې چلېده، چې په دوی کې ښځې او ماشومان هم وو.

نوموړی ادعا کوي، چې وسله والو ۳۰۰ ښځې هم تښتولې دي.

بل خوا، د عراق سني مېشتي لوېديځ الانبار ولایت کې، چې د "اسلامي دولت" جنګیالي پرې واکمن دي، جګړه روانه ده.

فرانس پرېس خبري اژانس د انبار د یوه مشر شیخ عبدالجبار ابو ریشه له قوله ويلي په دې ولایت کې د "اسلامي دولت" د جنګیالیو پرضد "پاڅون" شوی، خو د انبار ډ پولیسو مشر ډګروال احمد الصداک ویلي، امنیتي ځواکونه له دې ولایت نه د "اسلامي دولت" د جنګیالیو پسې اخیستو ته پوره چمتووالی لري.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption رپوټونه وايي، د 'اسلامي دولت' جنګیالیو ځینې کسان او ښځې نامالوم لوري ته په موټرو کې وړي.
د انځور حقوق AP
Image caption ایزیدیان اوس په ډېر ناوړه وضعیت کې دي.
د انځور حقوق AFP
Image caption زیاترو ایزیدیانو د سنجار غرونو ته پناه وړې ده.

ورته مطالب