د سومالیا "خونړۍ جګړې" ۱۴ کسان وژلي

د انځور حقوق Getty
Image caption د سومالیا حکومت د افریقايي ټولنې د سرتېرو په همکارۍ، په روانه میاشت کې د وسله والو ملېشو پرضد عملیات پیل کړل.

د سومالیا پلازمېنه موګادیشو کې د اسلامپالو اورپکو پر ملېشو برید ۱۴ کسان وژلي.

دغه برید د سومالیايي حکومتي ځواکونو او د افریقايي ټولنې د ځواکونو له خوا شوی.

سیمه ییزو چارواکو او اوسېدونکو دا یو ډېر لوی برید بللی دی.

په پلازمېنه موګادیشو کې د چاودنو او ټانکونو غږونه اورېدل شوي.

د سومالیايي پولیسو یوه لوړپوړي افسر عبدالله فرح ویلي ''لږترلږه ۱۴ کسان وژل شوي، چې زیاتره پکې ملېشې دي''.

شاید د وژل شویو شمېر لوړ شي.

د سومالیا د ملي امنیت وزارت ویاند محمد یوسف ویلي، ځواکونو د یوه چارواکي کور ته ننوتل او هلته یې وسلې موندې.

دوی وايي، چې دغه وسلې د الشباب اورپکې ډلې ته استول کېدې.

د سومالیا حکومت د افریقايي ټولنې د سرتېرو په همکارۍ، په روانه میاشت کې د وسله والو ملېشو پرضد عملیات پیل کړل.

دوی د هغو پخوانیو حکومتي چارواکو او سیاستوالو پر کورونو هم بریدونه وکړل، چې لا یې هم پخپلو کورونو کې وسلې ساتلې.

له تېرو نژدې دوو لسیزو راهیسې په سومالیا کې جګړه روانه ده.

دا اړدوړ د دیکتاتور محمد سیاد بري تر پرځېدا وروسته پیل شو، چې بیا وروسته دغه هېواد ښه او ارامه ورځ ونه لیده.

ورته مطالب