عمران خان خلک مدني سرغړونې ته ور وبلل

د انځور حقوق AFP
Image caption عمران خان پر ښاغلي شريف غږ وکړ چې له خپلې دندې دې مستعفي شي

د پاکستان وتلى حکومت مخالف سياستوال او د انصاف غورځنگ (تحريک انصاف) مشر عمران خان پر خلکو غږ کړى چې د واکمن گوند په وړاندې احتجاج په توگه دې د ماليو له ورکړې ډه ډه وکړي، او همداراز د برېښنا د لگښت بيه دې نه پرې کوي.

نوموړي له پاکستاني سوداگرو هم وغوښتل چې د هر راز سوداگرييزې ماليې له ورکړې دې ډه ډه وکړي.

د مدني سرغړونې له اعلان وروسته، د ښاغلي خان پلويانو د لومړي وزير دفتر په لور د لاريون غوښتنه کوله خو عمران خان بلاخر اعلان وکړ چې لومړي وزير نواز شريف ته دوه ورځې وخت ورکوي چې له واکه لاس په سر شي.

د تحريک انصاف گوند مشر گواښ وکړ که ښاغلى شريف خپلې استعفا لپاره د دوى له لوري ټاکل شوې وروستۍ نېټه له پامه وغورځوي، نو د تحريک انصاف پلويان به د هغه د دفتر په لوري لاريون وکړي، او هلته به خپلې احتجاجي ناستې ته دوام ورکړي.

عمران خان وايي "که نواز شريف له واکه لاس په سر نه شي، زه به د دغه سمندري توپان (سونامي) مخه ونشم نيولاى."

عمران خان ادعا کوي چې نواز شريف د ٢٠١٣ م کال په ټاکنو کې په درغليو واک ته رسېدلى دى.

ښاغلى خان چې تېره جمعه ناوخته له یوه لاریون سره له شپږ دېرشو ساعتونو سفر وروسته اسلام اباد ته ورسېد وايي پلویان به یې د لومړي وزیر نوازشریف د استعفا کولو ترمهاله د اسلام اباد مهم سړکونه نیولي وي.

بل لوري ته مذهبي مشر مولانا طاهر القادري هم د یوه ورته احتجاج مشري کوي چې گډونوال يې له واکه د ښاغلي شريف د څنگ ته کېدو غوښتونکي دي.

د میا نوازشریف یوه ویاند وویل، حکومت چمتو دی د ټاکنیزو درغلیو په باب تحقیقات وکړي، خو وايي لومړی وزیر به د یوه لاریون پایله کې استعفا و نه کړي.

خبریالان وايي دغه دواړه لاریونونه د نوازشریف یوه کلن حکومت پر وړاندې تر اوسه لویه ننګونه بلل کېږي.

د تېرې جمعې په ورځ د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د خپلواکۍ د لمانځنې پر ورځ د عمران خان پر موټر ډزې وشوې.

که څه هم خان ته زیان نه دی اوښتی، خو په ګوجرانواله ښار کې لاریونیان له حکومت پلوو سره کېوتلي وو.

ورته مطالب