لایبریا کې د ایبولا کابو کولو یو مرکز لوټ شوی

د انځور حقوق AFP
Image caption ډاکټران وايي چې د ناروغې نښې نښانې دا دي چې پرې اخته کس وینه ضایع کوي، نس ناستی لري او کانګې کوي

د لايبريا حکومت وايي، د ايبولا د کابو کولو مرکزونو امنيت ټينګولو چارې يې وروسته له هغه چټکې کړې چې په پلازمېنه مانرويا کې يې يو مرکز لوټ شو.

په دې اړه چې په دغه مرکز کې ناروغانو ته څه ور پېښ شول ضد او نقيض راپورونه ورکړای شوي دي.

په مانرويا کې د بي بي سي خبريال وايي، د جمعې په شپه لس کسه د خپلوانو له لوري ازاد شول او په بله ورځ يې د لوټ تالان پر مهال ۱۷ کسه نور وتښتېدل.

خو د روغتيا مرستيال وزير ويلي، چې ټول ناروغان بل روغتيايي مرکز ته لېږدول شوي دي.

داسې ويره ده چې په وينو ککړې توشکې او نور چور شوي وسايل ښايي په دغه ولسوالۍ کې د ايبولا ناروغۍ خپره کړي.

په لوديځه افريقا کې ايبولا تر اوسه له ۱۰۰۰ زيات کسان وژلي، چې ۴۰۰ يې يوازې په لايبريا کې دي.

د افريقايي ټولنې يوه غړي بي بي سي ته شکايت کړی، چې له څو ورځو راپدېخوا يو جسد چې په يوه نامعلومه ناروغۍ مړ شوی د ښار پر يوه واټ پروت دی او څوک يې نه لرې کوي،"دوه- درې ورځې کېږي چې دلته پر سړک يو مړی پروت دی. زه هڅه کوم چې په دې اړه له يو چا سره اړيکه ټينګه کړم، خو هېڅوک تراوسه نه دي راغلي. هر چا ته مې زنګ وهلی، ژمنه يې راسره کړې، خو هېڅوک نه دي راښکاره شوي. مړی اوس هم پروت دی او دا ښه وضعيت نه دی".

شاوخوا لس ورځې مخکې د ملګرو ملتو د روغتيا نړیوال سازمان په لويديځه افريقا کې د اېبولا خپره شوې ناروغي په نړیواله کچه د روغتيا لپاره بېړنی حالت اعلان کړ.

دغه سازمان ویلي و، که دا ناروغي نورو هېوادونو ته خپرېږي پايلې به يې خورا جدي وي، ځکه دې ويروس کې د ناروغۍ پيدا کولو ډېره وړتيا شته.

دوی په يوه وينا پاڼه کې ويلي و،''په نړیواله کچه د ايبولا د خپرېدو د مخنيوي لپاره یو قوي غبرګون ښوولو ته اړتيا ده''.

د ايبولا په ويروس اخته کس له لاړو، اوښکو او خولو نه بل انسان ته دغه ویروس لېږدول کېږي.

د ايبولا په اړه معلومات

د دغې ناروغۍ نښو کې تبه، وينه بهېدل او د اعصابو مرکزي نظام له منځه وړل شامل دي.په دغه ويروس د اخته کسانو د مړينې کچه ۹۹ سلنې ته رسېدای شي، په داسې حال کې چې اوس دغه اندازه ۵۵ سلنه ده. د ناروغۍ نښې د ۲ او ۲۱ ورځو دننه جوتېږي.د ايبولا لپاره نه کوم واکسين پیدا کېږي او نه يې هم درملنه کېږي. دغه ويروس په طبيعي ډول په ماښام څکالو (پتنګ ته ورته چې ماښام مهال الوزي) کې پیدا کېږي.

بل خوا د لایبریا د اطلاعاتو وزیر بي بي سي ته پخوا ویلي و، چې د هیواد روغتیايي وضعیت یې د ایبولا وژونکې ناروغۍ له امله په ډیر بد حالت کې دي.

د دغه هیواد سرتیرو ته دنده ورکړل شوې وو، چې پلازمینې مونروویا ته د هغو کليو د اوسیدونکو د ورتګ مخه ونیسي چې د ایبولا ناروغۍ له امله اغیزمن شوي دي.

د انځور حقوق Getty
Image caption د ايبولا په ويروس د ککړو کسانو کابو ۹۰ سلنه ناروغان مړه شوي دي.

دغه راز د لایبریا په ګاونډي هیواد سیرالیون کې ټولې سیمې د دغې ناروغۍ د مخنیوي په موخه په یو ډول محاصره کې وې.

ورته مطالب