ایران کې زلزلې اتیا کسان ټپیان کړل

د انځور حقوق MEHR
Image caption دغه زلزله د ځمکې د تل په ۱۰ کیلومترۍ کې ثبت شوې

رپوټونه وايي چې نسبتا یوې سختې زلزلې د ایران درې لویدیځ ولایتونه ولړزول.

د دغې زلزلې شدت ۶،۲ د ریختر په کچه ښودل شوی او مرکزی یې د ایلام ولایت د مور موري سیمه په کوته شوی ، چې په دغه سیمه کې ۸ کلي وران کړي دي، سیمه ییز چارواکي وايي، په دې پېښه کې ۸۰ کسان ټپیان شوي دي.

د ایران دولتي خبري اژانس لیکلي، دغه زلزله د ایلام ولایت سربیره لرستان او خوزستان ولایتونو کې هم احساس شوې.

د ایلام ولایت مورموری او ابدانان سیمو سیمه ییز چارواکي وايي، چې په دې پیښه کې لسګونه کسان ټپيان شوي دي خو د ایران د سره صلیب چارواکي وايي، چې لا تر اوسه د وژنې راپور نه دی ورکړای شوی.

د ابدانان ښار امنیتي چارواکی محمد علي جعفري د فارس خبري اژانس ته وویل، چې ځانګړي ځواکونه د زلزلې سیمې ته استول شوي خو د ځمکې د ښویدواو سړکونو د بندیدو له امله ځینو کلیو ته تګ ناممکنه دی.

د زلزلې مرکز د مور موری ښار چې د ایلام ولایت د هلران سیمې د لویدیځې څنډې په ۶۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري په کوته شوی دی،چې له ۳۴۰۰ نه ډېر وګړي لري.

ورته مطالب