افغانستان مرستندویانو ته د نړۍ تر ټولو ناوړه ځای ګڼل شوی

  • 19 اګست 2014 - 28 زمری 1393
Image copyright AFP
Image caption افغانستان د مرستندویانو لپاره تر ټولو خطرناک ځای ګڼل شوی.

د (هیومن اوټکامز) په نامه یوه څېړنیز مرکز پخپل راپورکې ویلي، چې په ګرده نړۍ کې د مرستندویانو د وژل کېدو په کچه کې ډېروالی راغلی دی.

دغه مرکز د بشري حقونو د وضعیت په اړه څېړنې کوي. دوی وايي، د وژنو ترڅنګ د مرستندویانو د تښتونې پېښې هم ډېرې شوې دي.

د څېړنې له مخې، چې د بشري مرستندویانو په نړیواله ورځ خپور شوی، تېر ۲۰۱۳ کال د مرستندویانو لپاره په ټوله نړۍ کې ډېر ناوړه کال و، چې لږترلږه تر ۱۵۰ ډېر مرستندویان پکې ووژل شول، خو سږ کال تر اوسه ۷۹ مرستندویان وژل شوي.

په څېړنه کې افغانستان د ټولو هغو هېوادونو په سر سر کې راغلی، چې په ۲۰۱۳ کال کې د مرستندویانو تر ټولو خطرناک هېوادونه دي.

څېړنه وايي، په ۲۰۱۳ کال کې د ټولې نړۍ د وژل شویو نژدې نیمايي مرستندویانو په افغانستان کې وژل شوي.

په دویم کتار کې سوریه راغلې ده، خو جنوبي سودان او پاکستان او سودان هم خطرناک هېوادونه ګڼل شوي. د څېړنې موندنې ښيي، ۲۰۱۳ کال ۱۷۱ مرستندویان سخت ټپیان شوي،۱۳۴ نور تښتول شوي چې د وړم ۲۰۱۲ کال په پرتله ۶۶ زیاتوالی ښيي.

ددغه مرستندویه مرکز په اند، د مرستندویانو د وژل کېدو او ټپي کېدو د کچې لوړوالی نېغ په نېغه په سوریه او جنوبي سودان کې له روانو شخړو او ناامنیو سره تړاو لري.

د مرستندویانو دغه نړیواله ورځ په ۲۰۰۳ کال په بغداد کې د ملګرو ملتونو پر دفتر د برید له ۱۱ کلیزې سره برابره ده، چې لږترلږه ۲۲ نړیوال مامورین یې پکې ووژل شول.